افغانستان

غور: د ولسوال په تسلیمېدو سره د تولک ولسوالي طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): هېواد په لویدیځ غور ولایت کې له دوو ورځو شدیدو نښتو وروسته نن غرمه د تولک ولسوالۍ ولسوال سلیمان یوسفي له خپلو لسګونو پولیسو او عسکرو سره طالبانو ته تسلیم شوی او یاده ولسوالي په بشپړه توګه طالبانو نیولې ده.

د تولک ولسوال سلیمان یوسفي چې تر همدا نن سهاره یې له رسنیو سره په خبرو کې په جګړې د ټینګار ترڅنګ ویل، چې دی له هغو کسانو څخه نه دی چې د مړینې له ویرې طالبانو ته تسلیم شي او نه هم دده په قاموس کې د «تسلیمۍ» توری شتون لري؛ خو نن غرمه له خپلو ۵۰ عسکرو، وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شو.

په انځو کې کیڼ اړخ ته د غور ولایت تولک ولسوال سلیمان یوسفي چې طالبانو ته تسلیم شوی
په انځو کې کیڼ اړخ ته د غور ولایت تولک ولسوال سلیمان یوسفي چې طالبانو ته تسلیم شوی

طالبانو او حکومتي چارواکو که څه هم تردې دمه د تولک ولسوالۍ د نیولو په هکله غبرګون نه دی ښودلی؛ خو یوې سیمې ییزې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط دا خبره تایید کړه چې د تولک ولسوالي طالبانو ونیوله.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د تولک ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په تهاجمي عملیاتو کې د اربکیانو مشهور قومندان فضل احمد او د ملي امنیت مدیر ډګرمن شراف الدین په ګډون ۲۰ تنه دولتي عسکر مړه، ۲۸ ژوبل او ۸ تنه نور طالبانو ژوندي نیولي وو.

د تولک ولسوالۍ له نیولو سره همهاله د غور ولایت د مرکز په ګډون پنځو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ شدیدې جګړې روانې دي، چې کیدای شي یو شمېر نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاسونو ته پریوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ان شاء الله ارامی راروانه ده

طوطی

غوربندیه: بیا څه خوبونه وینی؟ آرامی آرامی نشته نوی جنګ د پاکستان د منافع د دفاع په خاطر نوی پلان، وژنه، قحطی، وحشت را روان دی جمع مرض او جهالت. ږیره به زما وی خو واک به یی د ملا. ټول اسلام به تر ږیری او پټکی پوری خلاصه شی خو هماغه پخوانی امارت چی د یوه تلیفون کولو لپاره بدی پاکستان ته منډی وهلی.

احمد

غنيګیه ټینګ شه تر کله به تکتیکي عقب نشیني کوي

دوکتور غروال

د ۱۹۹۶ کال د خلیلزاد او د پنجابی پاکستانی جاسوسی دستګاه په خائين کومک د تربیه شوو طالبانو ډلګګی باندی د مونږ سلاحګانو جمع کول د قاتلو تنظیمونو څخه سبوتاج کړ اما دی منافقینو ځانونه د مرحوم ظاهرشاه لښکر تبلیغاوه او مسلسل ئی د سلاح جمع کول په منافقت سره د شعار په حیث استعمالولواو ددی منافقت په وسیله ډیر پر مخ تګ ئي درلود اما اوس د څو څو ولسوالیو څخه خبریږو اما واقعیت دادی چی دوی ، تنظیمونه ، کمونیستان او دیموکراتان دروغګویه او فریبکاره هیڅکله ملت ته صادق نه وو او ندی همدارنګه د تش مذهبیانو له… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x