افغانستان

ننګرهار کې د یوې کښتې ډوبېدو له امله ۱۵ تنه اوبو کې ډوب شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کښتې ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه اوبو وړي دي.

دا پېښه نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د بهسودو ولسوالۍ په «ګردي کڅ» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د یوې کښتې پړی وشلېدو.

ځینې سرچینې راپور ورکوي چې په پېښه کې ۱۵ کسان اوبو کې ډوب شوي دي.

یوې سیمې ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې ټول ۷ تنه ډوب شوي وو، چې درې جسدونه موندل شوي او درې تنه نور ژغورل شوي دي.

له بل پلوه د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي بیا وايي، په دغه پېښه کې د یو ماشوم او یوې میرمنې په ګډون ۱۰ تنه اوبو کې ډوب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د ډوبو شوو کسانو له ډلې یو ماشوم ژغورل شوی او د پاتې نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x