افغانستان

سعودي عربستان: ښځې کولی شي، چې د پلار او سړي له سرپرستي پرته ازاد ژوند وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): سعودي عربستان په خپل قانون کې مهم تعديل راوستی او تر دې وروسته په ټول هېواد کې ښځې کولی شي، چې د پلار او يا سړي له سرپرستۍ پرته خپلواک ژوند وکړي.

اې ايف پي خبري اژانس د سعودي چارواکو په حواله ويلي، د اساسي قانون د ۱۶۹ بند څخه «ب» پراګراف حذف شوی، چې په کې ويل شوي و «بې واده، طلاق شوې او يا هم کونډه ښځه به د دې سړي سرپرست ته سپارل کيږي.»

اوس په دې قانون کې داسې تعديل شوی، چې بالغه ښځه حق لري، چې ځانته د اوسېدو لپاره له سړي سرپرست پرته د اوسېدو ځای انتخاب کړي او سرپرست يې يوازې هغه مهال د رپوټ ورکولو حق لري، چې کره سند ولري، چې دا ښځه په يوه جرم کې ښکېل ده.

د ګلف نيوز د رپوټ له مخې که کومه ښځه په بند محکومه شي، نو د سزا وخت له پوره کېدو وروسته به ياده ښځه خپل سرپرست ته نه سپارل کيږي.

«المکة المکرمة» ورځپاڼې هم د چارواکو په حواله ليکلي، کورنۍ تر دې وروسته د خپلو د لورګانو پر خلاف دوسيه نه شي رسمي کولی او کومې بالغې نجونې او ښځې، چې د يوازې اوسېدو غوښتنه کوي، کورنۍ يې په دې اړه محکمې ته د شکايت حق نه لري.

د سړیو د سرپرستۍ قانون ناوړه کارول

سعودي رسنيو په ۲۰۱۹ کال کې ويلي و، حکومت فکر کوي، چې په هېواد کې د سړيو د سرپرستۍ قانون په ناوړه توګه کارول کيږي او په دې اړه يې د تعديل لپاره هلې ځلې پيل کړې وې.

«سعودي ګيزټ» انګليسي ورځپاڼې هغه مهال د حکومتي وکيل سعود المجیب له قوله ليکلي و، چې د ده دفتر د هغو ښځو او نجونو د خوندي کېدو ټولې هڅې کوي، چې د سړيو د سرپرستۍ د قانون د ناوړه استعمال ښکار دي.

د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې د سعودي حکومت ښځو ته اجازه ورکړه، چې د سړي سرپرست له ملتيا پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

سلفیت اچار وکړ. سعودي سلفیان بیرته د خپلو اسلافو دین ته د ورګرزیدلو په حال کي دي. که یې امت مخه ونه نیسي ډیر ژر به د سعودي ښځي په حرم شریف کي بربنډ طواف کوي. که موږ په افغانستان کي د د دې کنړ او ننګرهار د سلفیانو غم ونه خوړ نو دلته به هم د سعودي وضیعت تکرار سي

میرافغان

د دې څخه جوته شوه چي سعودي په شاهي نظام کي د لبرلېزم خواته روان دی۔ اوس نو دا سوال پیدا کيږي چي امريکا، برطانیه او نوري غربي ټولني په سعودي کي د عامو انتخاباتو د تر سره کولو غوښتنه ولي نه کوي؟؟؟ چي دوی یې د دېموکراسۍ اصل ګڼي۔ د غرب د دجل څخه دا معلوميږي چي په سعودي کي د غرب ګټي په غلام شاهي نظام کي خوندي دي۔ حکمرانه کورنۍ د دوی لاسپوڅي دي۔ په وروسته پاته هېوادونو کي بیا پر انتخاباتو ډیر ټینګار کوي ځکه چي دلته بیا د ددې لاري خپل ګوډاګیان په چلول پر… نور لوستل »

ګوم نام

ډیر # دلیل دی ویلی والله. #الیب باندی غږ وکه چی ورشی د دوی دا نیمچه مسلمانی او اسلامیت صرف په افغان وژنه او ورور وژنه پوری ندی محدود.

ملا جانان

اصلاً سعودي شاهي نظام غواړی چي خپلو اتباعو ته په رشوت کي عیاشي ورته ازاده کړي څو د سعودي خلګ اسلامي نظام نفاذ غوښتنه ونه کړي. په هغه صورت کي به بیا نو د هیواد نوم نور سعودي عربستان نه وي، ځکه چي په اسلام کي مشترک ملکیتونه ټول د وقف حیثیت لري. مسلمانان د اجماع په شکل یو اهل امیر المومنین ټاکي (تخنیکي قابلیتونه یې په حنفي فقهه کي ښه واضح سوي دي) چي هغه بیا د عامه خدماتو د اداره کولو لپاره اهل کسان ټاکي چي یوازینی د قابلیت معیار یې مسلکي پوهه، ایمان او تقوا ده. د… نور لوستل »

ګوم نام

دلته څنګه کوی جهاد ته نه ورځی ښه موقع ده نور دلته دا مسلمان وژنه پریږدی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x