شعـــــرونه

کلونه پس مې یوه ورکه مینه وموندله/ تړون

سمیع الله تړون
هم مې ازار هم مې وبال ته چغې ووهلې
نن مې یو بل ډول جنجال ته چغې ووهلې

ایمان پلورونکو چی وطن په یرغلګرو پلوره
ایمان لرونکو دغه حال ته چغې ووهلې

ویل یی مه مو سیزه ځو د خپل بابا پګړۍ ته
د غنم وږو پشکال ته چغې ووهلې

کلونه کیږی دلته دوه سړي په غیږ ورغلي
یوه مهدي او بل دجال ته چغې ووهلې

یو سړي ټول عمر پردي غلام ته وعظ کاوه
یو سړي ټول عمر دیوال ته چغې ووهلې

پنجاب له ستوني یم نیولی هندو زهر راکړل
په هدیره کې مې ابدال ته چغې ووهلې

کلونه پس مې یوه ورکه مینه وموندله
کلونه وروسته مې دسمال ته چغې ووهلې

وطن خفه دی وطن ځان په هیچا نه خرڅوي
وطن په ځان واکدار دلال ته چغې ووهلې

چې د صلیب د ملا مرۍ یی ماتې ماتې کړلې
تړون د لوی ملا کمال ته چغې ووهلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تراب

تړونه جار سم، تړون دي ټينګ دي، تړون نه ماتوي
ما بيا و تاته، تا چي د لوي مُلا کمال ته چغي وه وهلي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x