دیني، سیرت او تاریخ

اسلام؛ لومړی متمدن سوچ او متمدن فهم!(دوهمه برخه)

استاد محمد زمان مزمل

اسلام ؛په یؤ متمدن فهم او لوست کې!
کله چې راشده خلفاوو قلمرو د متمدنو امپراتوریو لویې برخې تر خپلې سینې لاندې کړې او اسلام یؤ بین القارایې قلمرو پیدا کړ په دغسې یؤ لوی تحول کې د مسلمانانو مشران د خلیفه او اولولامر په انتخاب کې پر جګړو واوختل او امت په خپلو کې په ناسافه ډؤل تقسیم شو سني، شیعه، خوراج او هر یؤه یې په داخل کې بلا ډلې وزېږولې.

ددې تقسیم دوه لوی لاملونه وه:
اول: دا چې په خپله په عربي نژاد کې نظر بومي او قبایلي ژوند ته افراطي سوچ منځته راغی او خوارجي افکار په مسلمانانو کې رامنځته شو.
دویم : خوارجي سوچ سره د مقابلې نه هغو نویو مسلمانانو بده ګټه پورته کړه چې هغوی د عربانو برتري نه شوای زغملای نو په دې حساب شیعه سوچ پکې یؤ بل تفریط کې روان سوچ ایجاد شو.
دواړه سوچونه د اسلام نه د سطحي فهم نه راپیدا شول.

په همدې خاطر ددغو ډلو په منځ کې تشدد او ټکر امت له تقسیم او ځول سره مخامخ کړ په دغسې شرائطو کې دوه مخکښو امامانو یعنې امام ابوحنیفه رحمه الله او د هغه شاګرد امام ابویوسف رحمه الله دغو د اسلام د متمدن فهم او قرأت له مخې د سني سوچ بنیاد کېښود چې هغوی پکې د اهل قبله د تکفیرولو نه امت وژغوره او د دښمنیو کچه یې راټیټه کړه.
همدا معتدل سني اکثریت د واحد امت مسلمه هغه بستر شو چې دوی پکې د هیڅ مخالف سره ټکر یا د هغوی تنګول انتخاب نه وه.

همدا وجه شوه چې امت په یؤ سني اکثریت کې د دښمنیو اختلافاتو کچه کمه کړه خوارج په یؤ لنډ پړاو کې پخپله محدود شول او شیعه افراطیان پکې د خپلو متشددو پالیسیو له مخې بیاهم عجمانو لکه سلطان محمود غزنوي، شهاب الدین غوري او نورو تصفیه کړل نه عربانو.
یؤ لنډ نظر په دې پکار دی چې امام ابو حنیفه رحمه الله د سني سوچ مؤسس څنګه وکولای شو چې یؤ اکثریت په خپله خوا رامات کړي او مذهب یې د څو سوو کالو لپاره د دوو لویو دارالخلافاوو عباسي خلافت په بغداد کې عثماني خلافت په استانبول کې بلکې مغولي حکومت په هند کې ددغه ټولو رسمي مذهب شو.

زما له نظره نظر په ځینو روایاتو چې وایې امام ابو حنیفه رحمه الله د خپل وخت د لوی کابل او د بیا د کاپیسا خوجه سیارانو د مهاجرینو له جملې څخه یؤ مسلمان دی چې کورنۍ یې تر بغداد رسولې وه.

کاپیسا د اوږدې زمانې له پاره د بودایې مذهب هغه تر ټولو قوي پلازمینه وه او د ګندارا حوزې په حساب یې ورته دویمه مکده ویل کېده.
کاپیسا د هومره لوی بودایې علماوو مذهب وه چې چین او جاوا د همدغې سیمې د بودایې علماوو په دعوت بودایې شویدي، قوي احتمال پکې دا دی چې امام ابو حنیفه رحمه الله کورنۍ کېدای شي یؤه علمي کورنۍ وه او کله چې د هغوی یؤ ځوان منطقې ته په راغلي اسلام معتقد شو هغه د خپلې کورنۍ د علمي سوابقو په حساب د اسلام نه  د یؤ متمدن سوچ په حد کې هر څه زده کړل او هر څه یې ددغه نوي دین په خدمت کې ورکړي وي خکه د عادي کورنیو خلکو معمولا د متمدن سوچ ظرفیت کم لري.

د یؤې بېلګې په حیث سني سیاسي سوچ هغه تر ټولو معتدل سوچ دی چې د خپلو حریفانو سره د ګذارې ډېر څه لري تاسې د بغداد په سني خلافت کې د نیم عراق د شیعه معادل اکثریت سره د سني حکومت د ګذارې مسله په ننني تهران کې د سني اقلیت سره مقایسه کړئ خپله به پوه شئ چې نیم شیعه عراق هماغسې د پېړیو په اوږدو کې شیعه پاتې شوی.

همداسې که تاسې د لوی امام ابوحنیفه مذهبي اراوو کې مراجعه وکړئ او د هغه نظر په اسلام کې د ښځینوو ،ماشومانو، غلامانو، مزدورانو چې دا ټول په ټولنه کې کمزوري طرفونه دي که د امام صاحب نظریات او ارا ددغو څلور قشرونو په اړه د نورو مذهبي مشرانو له اراوو او نظریاتو سره پرتله کړئ خپله به پوه  شئ چې امام ابوحنیفه صاحب په یؤ متمدن سوچ کې څومره ددغو طرفونو د ګټې او ژوند مسائل جدي نیولي دي.

نوربیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

کاپیسا د هومره لوی بودایې علماوو مذهب وه چې چین او جاوا د همدغې سیمې د بودایې علماوو په دعوت بودایې شویدي، قوي احتمال پکې دا دی چې امام ابو حنیفه رحمه الله کورنۍ کېدای شي یؤه علمي کورنۍ وه او کله چې د هغوی یؤ ځوان منطقې ته په راغلي اسلام معتقد شو هغه د خپلې کورنۍ د علمي سوابقو په حساب د اسلام نه د یؤ متمدن سوچ په حد کې هر څه زده کړل او هر څه یې ددغه نوي دین په خدمت کې ورکړي وي خکه د عادي کورنیو خلکو معمولا د متمدن سوچ ظرفیت کم لري.»… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x