دیني، سیرت او تاریخ

اسلام؛ لومړی متمدن سوچ او متمدن فهم!(دريمه برخه)

استاد محمد زمان مزمل

عجمان او د اسلام نه د متمدن سوچ تصحیح کوونکی نهضت!
حقیقت دا دی چې خوارج او شیعه منحثِ یؤ اسلامي مذهب د خلکو سره د چلېدو او ګذارې تنګ تعامل درلود او هغوی خپل دغه تنګ تعامل په سیاسي ژوند کې څنډې ته کړل.

همدا وجه ده چې خراسان زمین چې د ستر امام ابوحنیفه مَسْقَطُ الرأس ګڼل کېږي د اسلام نه د متمدن فهم په حساب په سیمه کې ستر محمود غزنوي، مجاهد شهاب الدین غوري او لوی میرویس خان د شیعه افراطګرانو نه سیمه هغسې پاکه کړه چې همېشه پکې همدا سیمه د مثبتو تحولاتو کوربه سیمه پاتې شوه.

اسلام؛ او پکې د اسلام په نامه د ګډوډۍ یؤ تکرارېدونکی بدیل!
اسلامي تحریک یؤ مسیر بدلونکی تجدد:
د عثماني خلافت په سقوط مسلمانانو درک کړ چې علامه سیدجمال الدین افغان په رښتیا یؤه پېړۍ مخکې د دغسې فاجعې اور په تندي او زړه داغلی وه او په یؤه مړه عصر کې دومره لیونۍ منډې وکړې چې که د شوروي د مهال د نسل قربانۍ او ستومانۍ ورسره په ترازو کې واچوې نو ایله که د دغه شخصیت د ستړو مبارزو او ستومانه دعوت یؤه برخه رڼا کړي.

سیدجمال الدین او هلې ځلې یې د وخت د ستمګرو حُکامو په کاڼو غوږو کې د یؤه ویښ زعامت هیڅ څه پیدا نکړه او ددغو ټیټو حکامو په یؤه غوږ کې لکه باد هسې د بل غوږه بې ارزښته د تاریخ کیسه شو.

ولې د خلافت د سقوط وروسته کوم دعوت او سوچ چې د نوې مسلمانۍ په حساب مصري مسلمانو مشرانو لکه شهید امام حسن البنا، حسن الهضیبي، شهید سید قطب، شهید عبدالقاده عوده او نورو پر کرښه ثابتو ولاړو مصري مسلمانانو په عربي سیمه کې او د هند د وچې مسلمانانو لکه مولانا محمود الحسن، مولانا مودودي او اقبال لاهوري دغو ټولو چې د اسلام په رابطه د یؤه ژوندي سیاسي سوچ لپاره کومه جذبه ایجاد کړه هغې په رښتیا وکولای شول چې یؤه پیړۍ لا لږ زیات د استعمار بېباکه پلانونه یا مات او یا نېمګړي کړي مصر، افغانستان، ایران او ترکیه ددې ثبوت ژوندۍ بېلګۍ دي.

په افغانستان کې دیني علماء او د عصري علومو نه فارغ مسلمانو ځوانانو په یؤه لنډه موده کې په یؤه لویه اتلولۍ کې وکولای شو چئ د راتلونکي او ماتوونکي شوروي په وړاندې یؤ بشپړ ملت بلکې په ۱۳۶۰/۶۱ هـ ش کلونو کې بشپړ امت د مقابلې په کرښه تیار او عیار کړي، ولې د بده مرغه افغاني تجربه خپلو مشرانو د ارګ په هوس کې او د خپل لنډ دید او په پردي ماحول کې د کرایې vip په تآثر، نه دا چې له هغه هسک عروجه ښکته تَل ته راګذار کړ بلکې دغو د کورني جنګ او بحران په یؤ ټیټ کردار کې اول افغانستان د نورو متجاوزینو کوربه کړ او اوس یې د تجزیې په خطر کې غورځولی ده.

افغانستان او د اسلام په نامه د ګډوډۍ یؤ تکرارېدونکی بدیل!
که لږ شاته ولاړ شو د شلمې پېړۍ په سر کې د افغانستان خلکو او د وخت امیر امان الله خان د شوروي د ماتې برابر یؤ افتخار جوړ او تاریخ ته په میراث پرېښود.

ولې دغه متدین او د ازادۍ عاشق امیر په شام کې د یؤې بدسوچې ملکې په دویم واده کې اول د ملکې د تاثیر لاندې لاړ او د افغاني کلتور په وړاندې دغه عزیز امیر یې له چلنجو سره مخامخ کړ او په دویم قدم کې امیر اروپا ته په هومره اوږد سفر لاړ چې د افغانستان غوندې د یؤ حساس هېواد د نوي ازادي اخیستونکۍ هېواد د مشر له شان او هوښیارۍ سره نامناسبه وه، درېیم دغه ځوان امیر په یؤ نرګسي هوس کې فکر کاوه چې د کابل نه د پاریس جوړولو لار دا ده چې د غربي علومو نه مخکې په خپلو خلکو باندې غربي کلتور او تهذیب تحمیل کړي.

د امیر دې اشتباه علماء او ملت بلکې د قاضي القضات او د نادرخان غوندې سپه سالاران وپارول او د امیر شا یې تشه کړه.

هغه مهال په افغانستان کې د امیر اصلاحات په یؤ عکس العملي انداز د مسلمانۍ په حساب چلنج شول، ولې د حبیب الله کلکاني په راتګ دغه محاسبه او د امیر په ځای د یؤ مناسب نظام ځای هغې ګډوډۍ ونیوه چې پای پکې د وخت علماء او مسلمانان بلکې دغه متدین امیر حبیب الله کلکاني د خپلو ملګرو د سیاسي نېمګړتیاوو او د بې نظمۍ نه ستړی شو او په یؤه وړه حادثه کې یې د امان الله په شان پرته له دې چې جنګ ته دوام ورکړي خپل مخالف ته کابل پرېښود.

د امان الله خان پر ضد شوی قیام چې د اسلام په عنوان یې یؤ کمزوری نظام رامنځته کړ دا د اسلام په نامه هغه لومړنۍ ګډوډي وه.
د همدغې ګډوډۍ په حساب مُلا او مذهب د یو نړیوال ایډلوژیتیک کشمکش په مهال د پانګوال سوچ او کمونیستي سوچ یا د ساړه جنګ په دوران کې مُلا او مذهب په افغانستان د همدغه تآثر له مخې چوپ او بې اغیزې پاتې شو او له بده مرغه په ځوانانو کې الحادي سوچ ځاله وکړه.

د ګډوډۍ دویم بدیل:
د شوروي پر ضد د افغانانو لس کلن جنګ شوروي اړ کړ چې اول خپلې لښکرې وباسي او دویم خپل پلویان له خپلو حریفانو سره سولې ته عیار کړي.
حقیقت دا دی چې نجیب د خپلو ملګرو په غلطۍ یؤ له جرأت ډک قدم کېښود او د سولې او مجاهدینو سره د پخلاینې لپاره هومره جرګې ولېږلې چې کېدای شي یواځې حکمتیار صاحب ته یې له شلو زیاتې لېږلي وي.
د نجیب د سولې اعلان د مجاهدینو لپاره هغه چلنج شو چې مجاهدینو پکې د کورنۍ جګړې په حساب د تېر جهاد لس کلن افتخارات یا تت کړل او یا یې بایلودل.
او منطقي خبره په ټولو مذاکراتو کې په تېره چې یؤ طرف پکې د ازادۍ جګړه کوي دا ده چې د ازادي غوښتونکو دریځ واحد ،پاک او بې غوغا وي.
بینون سیوان پخپل وخت کې په دې خاطر چې قضیې بین المللي بُعد درلوده ښه لاره انتخاب کړې وه ولې د سواتو د پاټک ارادتمندانو په پاکستان کې په سیاسي لحاظ یؤه ورځ ددغه ملت سر اوچت نکړ چې یؤ معقول او واحد دریځ یې نیولی وای.
همدا ځای ده چې بینون سیوان طرحه د یؤې خوا د نجیب تنګ نظرو او معاملګرو ملګرو چې په یؤ واحد ملي تصمیم کې دغه ځایته نه شو رسېدای چې دا دېرش کاله یې قضیه د قومي زخمي ګوتې نه نیولې ده د همدغې زخمي ګوتې په اساس ارګ ته لاړ او تر پروني فاریابۍ معاملې پورې یې پکې د مارشالۍ او القابو باج واخیست.
هغه مهال د بینون سیوان طرحه د نجیب د حکومت له داخل نه او د مجاهدینو یؤې جناح هغه خوا بوتلل چې تر نن پورې موږ پکې د ګډوډۍ پرته نه د نظام څښتن شو، نه د سولې او نه د سیاسي ثبات.
او همدا وجه ده چې دیرش کاله وروسته د نجیب ځای ناستی د حضرت مجددي او استاد رباني هېڅ یؤه پکې داسې تاریخ پرې نه ښود چې د غلطیو پرته څوک یې مناقب ولیکي او همدا وجه ده چې نن د ثور اتمه مظلومانه د اومې په شان ډېری له خجالته نه لمانځي.
که رښتیا او لوڅه یې ووایم دا پکې هغه درېیمه ګډوډي ده چې د اسلام په نامه باندې پې دې ملت وتپل شوه.

د ګډوډۍ درېیم بدیل!
ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د یؤ کلیوال عادي مجاهد په اندېښنو کې د دراني کندهار په هغه تیاره بستر کې له هر چا مخکې دا درک کړه چې مجاهدینو خپل بیخ او بنیاد په کورنۍ جګړو کې هسې بې ریښو کړ چې که د علماوو په مشرۍ یؤ مصلح نهضت پکې راپورته نشي کېدای شي له دغې تشې نه نور او په بد ډؤل استفاده وکړي.
حقیقت دا دی چې مشرملاصاحب او ځینې ملګري یې رښتیاهم وخت پېژندونکي وو که دوی د پاتو تحولاتو په اړه همدغسې له ژور سوچ نه کار اخیستی وائ او د مُلایانو په پاچاګردېشۍ مصروف شوي نه وائ او د یؤ مصلِح نهضت په چوکاټ کې یې د ملت سپېڅلی او بې ساری ملاتړ د تحول لپاره نه د مُلا د پاچاهۍ لپاره کارولی وائ او د کابل د نیولو وروسته یې د جهاد مشران له دغې ساده تېښتې پرته نور خطر او تحقیر ته اړ کړي نه وائ او په اظهاراتو او پالیسیو کې یې د استعمار د کوربه ګاونډیانو لپاره د ګواښ هر څه حذف او زغملي وائ دنیا به لیدلي وو چې د افغانستان مُلا هم مجاهد او هم دا مجاهد ملت له پاتو ننګوونو او بدنامیو نه په اوچته سطحه ژغورلای وای.
د طالب حریفانو به د امریکا په ځای له طالبانو سره ګډ شوي وای او له امریکا لپاره به د طالب د خطر په بدل کې هېچا د کوربتوب پیغام نه وو ورکړی.
متاسفانه دا ټول فکتورونه د وخت د حاکم طالب په مغزو کې ځای پیدا نکړ او د هغوی د بخششو مرهون پاکستاني علماوو هم هغوی ته یؤه درنه مشوره ورنکړه او طالب هغې ګډوډۍ ته ولاړ چې د امریکا په راتګ یې په سوزني کې له خپلو ملګرو سره بې خدای پامانۍ څوک د ګارو غارو ته ولاړ او څوک پاکستان او نورو هېوادو ته.

د ګډوډۍ را روان څلورم بدیل!
د طالب او امریکا تېر مذاکرات او تېر ګډ تړون چې ملت په یؤه امیدوارۍ استقبال کړ دا د طالبانو د نظامي ژوند هغه د عروج څوکه وه.
د همدې تړون په بنیاد امریکا طالب د سیاسي لوبې هغه خطرناک میدان ته ور داخل کړ چې له هغه مخکې یؤ ځل طالب په نیولي کابل کې او د هغه نه مخکې مجاهدین په ننوتي کابل کې د نظام ډېره ټیټه نمونه ملت ته وړاندې کړه.
په قطر کې شواړ او بې مزې بین الافغاني مذاکرات چې د نقادانو له نظره د معاصر تاریخ د مشرانو نه د تش افغانستان ډرامه پکې روانه ده د قطر دغه شواړ مذاکرات او بیا په استانبول کې د یؤ لوی ملي او بین المللي کنفرانس نه د طالب شېله کېدلو دا ویره پیدا کړې چې افغانان به د امریکایي لښکرو د وتلو خوشحالي هماغسې په کورنۍ جګړه استقبال کړي چې د شوروي د لښکرو په مهال یې د شورویانو ماته استقبال کړه.
افغاني ډلې د اشغالګرانو پر ضد په خپله جګړه د فخر لیوني احساس له دې غافلې کړېدي چې د فتحې وروسته په خپلو کې د هغوی جګړې او ناورینونه به هم د هغوی په نوم ثبت شي.
زه دا اوس هغه کتاب چې په وقایه باندې د ځینو مشرانو عکسونه وي او لاندې یې په برجسته عنوان کې لیکل شوي د کورني جنګ مؤسسان زه دغه کتاب که څه هم لس کاله وروسته به یې څوک ولیکي زه ددغه کتاب ټایټل هره ورځ په خوب کې وینم او په دې خجالتېږم چې د اسلام په نامه راپورته شوي او جنګېدلي مشران دغسې یؤ تاریخ شاته پرېږدي.

د قطر او استانبول ناکام مذاکرات که خدای مکړه همداسې ناکام پاتې شي راتلونکې ګډوډي څلورمه بدرنګه ګډوډي ده چې زموږ عزیز اسلام به پکې ددغو ګډوډیو باج ورکوي او ځوان نسل به دا هر څه په ظالمانه ډؤل د اسلام په نامه تلقي کوي او وایه د هغو ورځو چې له حساب پرته به زموږ هېواد ته سپیتانې په میراث پرېږدي او راتلونکي نسلونه به په تېره ځوان کهول او بااستعداده پکې تکرار لکه د اولې ګډوډۍ په پای کې بیا سېکولر سوچ خوا چانټه او بستره په شا روان شي.

نور بيا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

مرمل سیب
محمود غزنوی شافعی مذهبه وو. تاسو دهغه عصر عمده علما ترنظره تیر کړی چه هغوی شافعیان وو. خورسان شافعیان وو. حنفی مذهب دنورو ترکانو مذهب وو او ددی مذهب نشر وترکانو ته منسوب دی.
هیله ده حزبیان له ارګه بیزار سی او طالبان ومنی.

دوکتور غروال

بلی دا ساختګی حزبیان باید قیدانی طالبان ومنی لکه چی وائی : که ژرنده د پلار دی بیا هم په وار دی !!!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x