شعـــــرونه

د هیلو څرک/ نادر

سید عبیدالله نادر

ناهیلي ګوره نشئ، امیدونه دي په مخ کې
منزل و رسیدو ته، زحمتونه دي په مخ کې

د سولې ښکلې ورځې دي زمونږ په انتظار
ويړ کړي په دې لاره کې ګلونه دي په مخ کې

هغوی ته چې څوک کرکې او نفرت په زړه کې پالي
د مینې محبت هم پیغامونه دي په مخ کې

منم چې دا مزل به، په سکروټو په اغزو وي
نصیب مو له ازله، بهارونه دي په مخ کې

په لوړ عزم اوچت کړئ، په همت خپل قدمونه
چې دلته هر قدم کې رباتونه دي په مخ کې

د کرکې نفرتونو، دا تیارې به هم رڼا شي
له هرې تیارې شاته، سهارونه دي په مخ کې

زمان د روڼ سهار زیری، په بار باري، رالیږي
تکړه شئ چې د هیلو کاروانونه دي په مخ کې

کاروان د خوشاليو ته، لږ پاتې واټنونه
د خوښیو مو قسمت کې، اخترونه دي په مخ کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx