افغانستان

کابل کې غبرګو چاودنو دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار په لویديځ کې د ولسي وګړو پر لېږدوونکو موټرونو غبرګې چاودنې شوې چې له امله دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کابل امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر «عبدالبصیر مجاهد»‌ وایي، نن له غرمې وروسته شل دقیقې کم درې بجې شاوخوا د کابل ښار په دیارلسمه او شپږمه امنیتي حوزو کې هم پر دوو موټرونو چاودنې شوې دي.

د نوموړي‌ په خبره، لومړی چاودنه د کابل په لویدیځ کې د علي جناح له روغتون سره نږدې پر یوه کرولا ډوله موټر شوې او په بله چاودنه کې جې دیارلسمه امنیتي حوزه کې شوې،‌ یو تونس موټر هدف ګرځول شوی دی.

د امنیتي‌ بنسټونو په حواله،‌په دې چاودنو کې پنخلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې اووه وژل شوي‌ او شپږ نور ټپيان دي.

ورته مهال کورنیو چارو وزارت هم کابل کې غبرګې چاودنې مني او زیاتوي، چې ښايي‌ تلفات تر دې هم زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x