ورزش

فوټبال: افغان لوبډلې له عمان څخه په ۲-۱ ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د عمان لوبډلې پر وړاندې د راتلونکي نړیوال جام او اسیایي جام لار موندنې په موخه سیالیو کې د ۲ پر ۱ ماتې ومنله.

دغه لوبه چې د شنبې په شپه د قطر په دوحه ښار کې ترسره شوه، د افغان لوبډلې په پرتله عمان لوبډله ښه وځلیده او دوه ګولونو سربېره یې یو شمېر فرصتونه له لاسه ورکړل.

د لوبې لومړۍ نیمایي په ۱-۱ ګول مساوي پای ته ورسېده، په ۱۴مه دقیقه کې د عمان له لوري عبد الله فواز لومړنی ګول وواهه، په ځواب کې ۹ دقیقې ورورسته امید پوپلزي د افغان لوبډلې له لوري ګول وواهه چې لوبه مساوي شوه.

د دوهمې نیمایي د پېل سره په ۵۱مه دقیقه کې د عمان لوبډلې له لوري یو وار بیا د صالح یحیی په مرسته عبد الله فواز ګول وواهه چې تر پایه ګټونکی پاتې شو.

عمان لوبډله د قطر، هند او بنګلدیش سره په جدول کې دوهم مقام کې ده، په داسې حال کې چې افغان لوبډله څلورم مقام ته ښکته شوې.

عمان لوبډله به خپله راتلونکي لوبه د بنګلدیش لوبډلې سره کوي، او افغانستان لوبډله به د راتلونکې سه شنبې په ورځ هند سره خپل بخت ازمایي.

یادې سیالۍ د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال اسیایي جام ته د لار موندنې په موخه ترسره کیږي.

عمان لوبډلې په یادې بریا سره دوهم پړاو ته لار وموندله، خو افغان لوبډلې دغه اتوماتیک لار موندنه له لاسه ورکړه، دوی په خپلو ۷ لوبو کې ۱ ګټلې، ۲ مساوي او ۴ کې ماتې منلې ده.

د یادونې وړ ده چې افغان فوټبال لوبډلې تېره اونۍ د بنګلدیش پر وړاندې په وروستي وخت کې بریا له لاسه ورکړه، او ګټونکې لوبه یې ۱-۱ مساوي شوه چې دوه مهمې نمرې یې ضایع کړې.

https://twitter.com/afcasiancup/status/1403649535952490498?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x