ورزش

د بنګلدیش په کورني لیګ کې لوبڅار سره د شکیب الحسن ناسمه رویه او لفظي شخړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د بنګلدیش کرکټ لوبډلې غوره لوبغاړي شکیب الحسن ددغه هېواد په کورنۍ لوبو کې د لوبڅار سره ناسم الفاظ کارولي او لفظي شخړه یې کړې ده.

شکیب الحسن د ډهاکه ډویژن لیګ د لوبو پرمهال سیال لوبغاړي مشفیق الرحیم ته توپ اچونه کوله چې د ایل بي ډبلیو غوښتنه یې وکړه خو لوبڅار رد کړه، ددې سره سم شکیب الحسن د لوبڅار پرمخ ویکټې په لغته ووهلې.

له دې وروسته لوبه د اورښت له کبله یو څه وځنډېده، چې د یادې وقفې پرمهال هم شکیب الحسن د سیال لوبډلې له مشر روزونکي خالد محمود سره هم لفظې شخړه وکړه.

Story Image

له اورښت وروسته د لوبې راګرځېدو سره سم شکیب الحسن یو وار بیا پر لوبڅار خپله غوسه ښکاره کړه او د هغه تر مخ یې درې واړه ویکټې راوویستې او پورته یې وغورځولې، ددې سربېره یې لوبڅار سره د ناسمو الفاظو لفظي شخړه هم وکړه.

لوبه د اورښت څخه په ګټه اخیستنې د شکیب الحسن لوبډلې وګټله. خو له لوبې وروسته شکیب الحسن په خپل نازیبا حرکت پښیمانتیا څرګنده کړه او له خپلو مینوالو او کرکټ بورډ ادارې څخه بخښنه وغوښنه، نوموړي خپله کړنه یوه انساني تېروتنه وبلله. هغه پر خپله فیسبوکپاڼه داسې لیکلي:

«ګرانو مینوالو او پیروانو! زه له ټولو او په ځانګړي ډول له هغو چې د تلویزون له لارې یې ولیدلم، بخښنه غواړم چې خپله غوسه مې کابو نشوه کړای، همدغه راز د لوبډلو، رهبرۍ غړو، د ټورنمنټ چارواکو او تنظیمونکې کمیټې ددې انساني تیروتنې له امله بخښنه غواړم، هیله ده په راتلوکې کې بیا داسې تیروتنه تکرار نه کړم، مننه له ټولو او مینه درسره لرم».

News about #shakibalhasan on Twitter

دا په داسې حال کې چې شکیب الحسن د یادو سیالیو د تمریناتو پرمهال هم ناسمه ژبه کارولې وه چې د بنګلدیش کرکټ بورډ له لوري اخطار ورکړل شوی و، پر نوموړي تېر کال هم د یو کال لپاره بندیز لګېدلی و.

دا لومړی وار نه دی چې شکیب الحسن د لوبې پرمهال د لوبڅار سره لفظي شخړه کوي، په ۲۰۱۸م کال کې د سریلانکا پر وړاندې د سیالۍ پرمهال هم نوموړي دغه ډول ناسم حرکتونه کړي دي.

د بنګلدیش کرکټ بورډ لا په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو کرکټ بورډ ته نږدې سرچینې وایي چې پر نوموړي د ډهاکه ډیوژن لیګ یواز د ۴ لوبو بندیز لګېدلی دی.

 

5 Times Shakib Al Hasan got involved into controversies

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x