ورزش

د اروپا فوټبال اتلولي: پرانېستې لوبه کې ایټالیا لوبډلې ترکیه ماته کړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د UEFA اورپا فوټبال ۲۰۲۰م اتلولۍ په پرانیستې لوبه کې ایټالیا لوبډلې ترکیې لوبډلې ته د صفر په بدل کې په ۳ ګولونو ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د ایټالیا په تورین ښار کې تېره شپه ترسره شوه، ترکیې یو شمېر تیروتنې وکړې چې ددې په بیه ورکولو کې یې ۳ ګولونه وخوړل.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمایي په صفر-صفر مساوي شوه، خو ایټالیا غوره کارکردګي وړاندې او یو شمېر فرصتونه یې لاسه ورکړل.

دغه راز ایټالیا په دوهمه نیمایي کې له هر فرصته ګټه پورته کړه او ۳ ګولونه یې راوړل، یو ګول یې د ترکیې لوبغاړي په مرسته وواهه، خو پاتې دوه ګولونه «شیرو ایموبیلی او لورینزو اینسینی په ۶۶مه او ۷۹مه دقیقه کې راوړل.

د اروپا فوټبال اتلولي د پخوا سره په توپیر د بېلا بېلو هېوادونو په ۱۱ ښارونو کې پېل شوي چې ۲۴ لوبډلې په کې ګډون کوي او په شپږو ګروپونو ویشل شوي دي.

د یادو سیالیو پرمهال شېبه وروسته په (۵:۳۰) بجې د ویلز او سویزرلینډ ترمنځ، په (۸:۳۰) بجې د ډنمارک او فینلنډ ترمنځ او د شپې په (۱۱:۳۰) بجې د بلجیم او روسیې ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x