شعـــــرونه

تروږمۍده لاره پاتې ده لا مخ ته/ ټکور

چینار ټکور

تروږمۍده لاره پاتې ده لا مخ ته
وخت هم پروت دی لکه غرد رڼا مخ ته

د حالاتو له بدلونه ښکاري دا چې
محکمه به شي وزیر د باچا مخ ته

طالب جان ددغه عصر مومن خان دی
درېدلی دی د تورې بلا مخ ته

خدایه راوله کاروان د سپین پټکیو
زموږ د خړې برجورې کلا مخ ته

ملګرۍ ته دې تر داسې حده ژمن یم
جنت نه غواړم جانانه تر تا مخ ته

شکر شکر چې افغان یم مسلمان یم
شکر یمه له دې ټولې دنیا مخ ته

ټول پرهر یم بې ټکوره یم جهانه
نور ازغي مه کرۍ بس ده زما مخ ته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x