
اسراييل: تر اوسه شل اسراييل وژل شوي او ۵۰۳ ټپيان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د اسراييلو دفاع وزارت لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر غزه د اسراييلي بريدونو له پيله تر دې دمه شل اسراييليان وژل شوي، چې اتلس يې اسراييلي عسکر دي او ۵۰۳ تنه ټپيان دي.
د اسراييلو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې يوازې پرون ورځ یې ۱۳ عسکر د حماس پوځي څانګې القسام لخوا وژل شوي دي
. وړمه ورځ هم دوه اسراييلي عسکر وژل شوي وو او يو عسکر تېره پنجشنبه د اسراييلي پوځ لخوا د ځمکنيو عملياتو په لومړۍ ورځ وژل شوی و.
له دې مخکې اسراييلي عسکرو ويلي و، چې د حماس په توغنديزو بريدونو کې دوه اسراييلي ولسي وګړي وژل شوي وو، چې يو يې کوچی و.
بل پلو د فلسطين دفاع وزارت وايي، چې د اسراييلو د ترهګريزو بريدونو له پيله پرون يکشنبه تر ټولو خونړۍ ورځ وه، چې د اسراييلو په بريدونو کې لږ تر لږه ۹۸ فلسطينيان شهيدان شوي، چې شپيته يې يوازې د الشجاعيه کلي اوسيدونکي وو.
د فلسطين روغتيا وزارت وياند اشرف القدره اناضول خبري اژانس ته ويلي، چې د اسراييلو په پوځي بريدونو کې تر اوسه ۴۳۶ فلسطينيان شهيدان شوي او ۳۰۰۸ ټپيان دي، چې ډېری يې ښځې، ماشومان او بوډاګان دي.
د حماس د پوځي څانګې القسام وياند ابو عبيدة رسنيو ته و ويل، چې د دوی سرتېرو يو اسراييلي عسکر ژوندی نيولی او پوځي شمېره يې ۶۰۹۶۲۰۶۵ ده.