افغانستان

بادغیس کې د دولتي الوتکو هوايي برید ۲ تنه ملکیان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو هوايي برید له امله ۲ تنه ولسي وګړي په «شهادت» رسولي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو تیره ورځ د سنګ آتش ولسوالۍ په «لودینانو» بازار کې درنه بمباري کړې، چې له امله یې یو دوکاندار او یو کوچنی طالب العلم «شهیدان» شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا په ولسي وګړو او عامه تأسیساتو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د غور ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ شدیدې نښتې روانې دي، چې له امله یې ګڼ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x