افغانستان

طالبانو د فراه لاش جوین او پشترود ولسوالۍ نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو تیره شپه د فراه ولایت لاش جوین او پشترود ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د تیرې شپې په جګړه کې په لاش جوین او پشترود ولسوالیو کې تر ۲۰۰ پورې دولتي عسکر مړه، ټپیان او یاهم طالبانو اسیران کړي دي.

د سرچینې په خبره د پشترود او لاش جوین ولسوالیو له سقوط سره همهاله اوس د اناردرې او بالابلوک ولسوالۍ هم د طالبانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي او که هلته مرستندویه ځواکونه ونه لیږل شي، ښايي دغه دواړه ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د پشترود او لاش جوین ولسوالیو د نیولو ترڅنګ ویلي، چې ۳۵ تنه عسکر له لسګونو میله درنو او سپکو وسلو سره یوځای ددوی لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه ګڼ شمېر ولسوالۍ واردمخه د طالبانو په ولکه کې دي او د ولایت مرکز هم کلابند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

زور ورکی زور بچو افغان وژنی ته او ملک ورانونی ته الله مو هلاک که چی دا ملت درنه بی غمه شی

مولوي نجیب الله زاهد

د شرم ځای دی له چامو اونیولو؟ څرنګه مو اونیولو؟ د څه لپاره مو اونیولو؟ دغه ولسوالي د چاده؟ دغه وطن د چادی؟ څه پرې کوی؟ ولې یې په نیولو دومره خوشحاله یی؟ ښه به نه وه چې دغه ولسوالیوته له سولې وروسته په خوشحالی او آرامی او د وینې له توییدو څخه پرته ننوتلي وای.. له الله او د الله له مخلوق نه و شرمېږئ يوځای ته دغه ډول ننوتل د انسانیت، اسلامیت او د اوسني عصر له غوښتنو سره هېڅ سمون نلري غربي نړی درباندې سخت خوشحاله دي پردغه جهالت د آسمان ملایکې ژاړي، په ځمکه انسانان ژاړي،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x