روغتیانړۍ

سعودي د پرلپسې دوهم کال لپاره پر بهرني اتباعو د حج بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د سعودي حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې کرونا ناروغۍ په پام کې نېولو سره د سږکال حج مراسمو ترسره کولو لپاره به یوازې ۶۰ زره د سعودي دننه اتباعو ته مشروطه اجازه ورکړل شي.

یاد وزارت په خپاره کړي بیان کې ویلي، هغه کسان چې د سعودي دننه وي، له دایمي ناروغیو څخه پاک وي، د کرونا ضد واکسین یې لګولي وي او د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي، کولی شي سږکال حج ادا کړي.

دا پرلپسې دوهم کال شو چې بهرني اتباع د سپیڅلې فریضې له ادا کولو محرومیږي، تېر کال هم سعودي پر بهرني اتباعو د حج بندیز لګولی و.

د سعودي د حج او عمرې وزارت دغه پریکړه د «انساني روح په خوندي کولو کې د اسلامي شریعت د اهدافو» سره سمه وګڼله، دوی په ګوته کړه چې احتیاطي تدابیر نېولو ته به تر وروستۍ اندازې پاملرنه کیږي.

د یاد وزارت اعلامیه ټینګار کوي چې د حج او عمرې مراسمو ترسره کوونکو لپاره د ټولو لازمو اسانتیاو چمتو کولو ته لیواله دي، «موږ په تېرو لسو کلونو کې له ۱۵۰ ملیونو زیاتو کسانو ته بشپړ خدمات وړاندې کړي دي».

د سعودي د حج او عمرې سرپرست وزیر عبد الفتاح بن سلیمان مشاط وویل، «انساني غونډې د کرونا وبا په خپرېدو کې مرسته کوي، او د حاجیانو دغه شمېره د دوی د خوندیتوب لپاره ټاکل شوې ده».

باید وویل شي چې د سعودي حکومت تېر کال هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د حج او عمرې مراسم تر ۱۰ زرو کسانو محدود کړي وو کوم چې د سعودي دننه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

دا د آل سعود کورنۍ د نجد او حجاز ټوله ځمکه خو په پخه قباله کړې ده اوس لکه چي غواړي حرمین شریفین پر ځمکو هم خپل ملکیت ثابت کړي. دا چي حرمینو شریفینو ته بهرني مسلمانان راسي که نه باید یو ګډ کمیسیون جوړ سي. کرونا فقط یوه پلمه ده. سعودي که د نورو هیوادونو پر حفظ الصحي مقرراتو باور نلري باید خپلي صحي مرکزونه په هغه هوایي ډګرونو کي جوړ کړي او حج لپاره ورتلونکي مسلمانان دي سکینوي. د بشریت په تاریخ کي د حج څخه د انسانانو بندولو یوازي یو مثال سته هغه چي په حدیبیه کي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x