ورزش

د اروپا فوټبال اتلولي کې زړه بوږنونکې پېښه، لوبغاړي ته د لوبې پرمهال د زړه حمله – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د UEFA اروپا فوټبال اتلولیو پرمهال د ډنمارک فوټبال لوبډلې تکړه لوبغاړی کریسچن ایریکسن د لوبې پرمهال د زړه حملې له کبله پر ځمکه راوغورځېدو.

د راپورونو له مخې ډنمارکی لوبغاړی په داسې حال کې د زړه حملې له کبله راوغورځېده چې پر پښه یې توپ وواهه، خو د لوبغاړو او لوبڅار په سمدستي هڅو او ځواب پیرامیډیکس (روغتیایي ټیم) راوغوښت او بیړنۍ درملنه یې وکړه چې وروسته روغتون ته ولیږدول شو.

دا عکس هغه مهال اخیستل شوی چې لوبغاړی له پېښې وروسته د لوبغالي څخه د روغتیایي ټیم په مرسته ویستل کیږي، هغه خپله ګوته نیغه نیولې مګر د اکسیجن ماشین یې خولې او پوزې ته لګېدلی دی.

له یادې زړه بوږنونکې پېښې وروسته د اروپا فوټبال اتلولۍ ادارې د فنلینډ او ډنمارک ترمنځ د لوبې ودرولو پریکړه وکړه.

له لږ ځنډ وروسته یاد لوبغاړی روغتون کې په هوش راغلی و، له هغه ځایه یې لوبغاړو ته د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ او یادونه یې کړې وه چې پاتې لوبه ترسره کړي.

په دغه لوبه کې ډنمارک لوبډلې په زړه پورې کارکردګۍ وښوده، خو بریا د فینلنډ لوبډلې ترسره کړه چې په ۵۹مه دقیقه کې یې یوازینی ګول وواهه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x