شعـــــرونه

ته به تر څو پورې عَينَينو باندې ساتې ژړا؟!/ عمري

عمر عمري

بس په ميراث کې ده له ياره راته پاتې ژړا
اوښکې مې وچې شوې په سترګو کې له زياتې ژړا

ګرانه! زما هم د يعقوب غوندې يوسف پسې نور
لېمې قريبې ړندېدو ته کړې ميراتې ژړا

نه هېڅ زما له ځورولو څخه لاس په سر شوه
او نه په ځان باندې قبوله کړله ماتې ژړا

زه د خپل جرم قېمت نه لرمه، پورته له دې!!!
ځکه درلېږمه آشنا په ننواتې ژړا

د چا د ياد جېل کې اسير شولې (عمر عمري )!؟
ته به تر څو پورې عَينَينو باندې ساتې ژړا؟!

عمر عمري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x