نظــر

نړول مو زده دي خو د رغولو وړتيا نه لرو!

عبدالوحيد وحيد

د مارکسيزم د نظريې پلويانو يا هم په بله اصطلاح د خلق ديموکراتيک ګوند سرکښانو د خپل ملت په ديني، دوديزو، کلتوري او عنعنوي ځانګړتیاو باندي له ځان پوهولو او د همدغې اجنبي تيورۍ په نيمګړتيا او جانبي منفي اړخونو په هکله د دقيقې محاسبې او مطالعې له درلودلو پرته دغه پردۍ تيوري راوړه او په خپل ولس باندې يې په خورا احمقانه توګه د ډنډې په زور د عملي کولو سرټمبه توب ته ملا وتړله.

د هيواد له اطرافو او اکنافو څخه د ولس د مختلفو اقشارو او پرګنو طبعي غبرګونونه يې د بغاوت، تمرد، انقلاب ضد، کارګرانو ضد، توره ارتجاع او د امپرياليزم لخوا د مهندسې شويو دسيسو د عملي کولو په تور د ځپلو هڅې وکړي.

هغه مهال چې د خلق دموکراتيک ګوند په وړاندې ولسي پاڅون نه و پيل شوى او شورويانو يرغل نه و کړى، په لسګونو زره خلک يې ونيول. د هر ډول قانوني، عدلي او قضایي پروسيجر له پلي کولو، انساني کرامت، افغاني حرمت او ارزښتونو ته له پام پرته د هيواد په مختلفو برخو کې د پليګونونو په نوم ځايونو کې يې کندې ورته وايستې او ژوندي افغانان يې د بلدوزرونو په واسطه تر خاورو لاندې کړل.

په هيواد باندې د شوروي ځواکونو يرغل د عمومي بغاوت او سرتاسري جګړو د پيل لامل شو، خو زمونږ خپل خلقيان يې په پليګونونو کې د خپلو خلکو د ژوندي خښولو له وحشت څخه منعه کړل. پنځه مليونه افغانان يې کډه کولو ته اړ ايستل. له دوه مليونه زيات افغانان شهيدان شول او مونږ يې ننداره کوله!

يو بل بدلون راغى، يوه بله دوره پيل شوه، د يو بل اوښتون شاهدان شوو،  يوې بلې ډلې،  يو بل نوم، بل بيرغ او بل شعار دغه هيواد ته  راوړ. دغه ډله “مجاهدين” نوميده، د اسلامي انقلاب، اسلامي نظام له شعار  تور سپين او شين بيرغ سره کابل ته راننوتل. ولس ورته ښه راغلاست ووايه او د سولې، امن، سوکالۍ او ابادۍ پريښتې يې وګڼلې. ملت جنګي دوره ختمه وګڼله. دغه ډله هم د پخوانیو غوندې د سياست په پيچلتياوو او کږليچونو نه پوهيدل، جګړه يې زده وه خو د مديريت تجربه يې نه درلوده. اکثريت يې د واک جنون په سر اخيستي وو. مونږ فکر کاوه چې  د اسلامي نظام له اړتیاوو سره سم بدلون به راوړي او عمري عدالت به تأمين او د دوه مليونه شهيدانو وينه به رنګ راوړي، خو زمونږ د هيلو غوټۍ مړاوې شوې او اميدونه مو په سيند لاهو شول.

غرب د شوروي ماتيدل د سړې جګړې پاى وبلل او افغانستان چې په سړه جګړه کې يې محوري رول درلود شا وګرځوله. ځينو جهادي مشرانو خپل ديني دنده سرته رسولې وګڼله، په کور کيناستل او ځينو نورو د واک په سر په کورنۍ جګړه کې دومره ښکيل شول چې کابل ونړيده، شپيته زره کابليان ووژل شول، ملي او شخصي شتمنۍ چور شوې، جهاد بدنام شو، بنسټونه ونړيدل، کابل کنډواله او افغانستان د ملوک الطوایفي په ډګر بدل شو. نړۍ مو ننداره کوله.

طالبان په لومړي سر کې له کندهار څخه له تازه نوم، تازه بيرغ، تازه شعار او تازه رهبر سره را څرګند شول، زحمت يې وايست قرباني يې ورکړه شهامت يې وښوده او په ډيرو سيمو کې يې مثالي امن راوست. خلکو هم ورسره د زړه له کومې مرسته وکړه، خو کله چې کابل ته راورسېدل د کابل خلکو ورسره د کلتوري توپيرونو له امله مرسته ونکړه. هغوى  د طالبانو لخوا په لګول شويو قيوداتو باندې نيوکې درلودې او د ښاري دود خلاف کار يې باله. د طالبانو قيوداتو په ټوليزه توګه کليوالي دوديزه بڼه درلوده او د کابل د خلکو په وړاندې يې خپل متحجرانه تګلارو ته دوام ورکړ. هغوى هم د نړيدو چل زده وه خو د جوړيدو په هنر نه پوهيدل.

طالبانو د کابل له نيولو سره سم په سړيو باندې ږيرې پريښودل لازم وګرځول، په مامورينو باندې لنګوټه په سر کول حتمي کړل. په ښځو باندې د کار کولو بنديز ولګاوه او د چادري په سرکول حتمي شول، په تلويزيوني خپرونو باندې بنديز ولګيده او په راديو کې د موسيقي پروګرامونه نه چليدل. د طالبانو له اوامرو څخه سرغړونه د سزا وړ عمل وه. داسې ښکاريده چې په نا اګاهانه توګه د ښاري او کليوالي دودونو ترمنځ د ټکر عملي صحنه روانه وه، خو طالبانو نه منله.

شرعي حدود اجراء کېدل، د فساد کچه ښکته وه، زورواکان نه وه، ټوپک سالاران ټول تښتيدلي وو، د جرائمو ګراف ښکته و او د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته ولاړه اسانه وه. د ملامحمد عمر مجاهد د احکامو د نه منلو تصور هم ناشونى کار وه او په ټوليزه توګه اجراأت سريع وو، خو په شمالي کى ناامنیو شتون درلود، پنجشير د مخالف قومندان احمد شاه مسعود تر کنترول لاندې و، جګړه روانه وه او مونږ يې ننداره کوله.

د يوولسم سپتمبر پيښه د عطف نقطه جوړه شوه. د پېښې پړه يې پر القاعده ورواچوله او القاعده په ځينو رسنيو کې د پېښې مسئوليت ومانه. د امریکا ولسمشر جورج بش د پيښې په تړاو امرانه او جابرانه لهجه کاروله. له طالبانو څخه يې وغوښتل چې اسامه ورته تسليم او يا يې له خپل هېواد څخه وشړي، خو طالبانو مشر د اسامه بن لادن له تسليمۍ او شړلو څخه سکوټ انکار وکړ. غرب د طالبانو نظام نسکور کړ. يو بل بدلون راغى. يوه بله اجنډا له يو بل شعار بل بيرغ او بل نوم لاندي په ولس باندې د تپلو يوه بله هڅه وه.  د جرمني په بن ښار کې ظاهراً د ملګرو ملتونو تر مشرى لاندې د کرزي له مشرتابه لاندې موقت اداره جوړه شوه.

امریکا خپل ټول تښتيدلي جنګ سالاران د نړۍ له اطرافو او اکنافو څخه راټول او په افغانانو باندې يې مسلط کړل. افغاني الاصله امریکايان يې له ځان سره راوستل. چاته يې ستر قراردادونه وسپارل او څوک يې هم په لوړو پوستونو وګمارل. د فساد ټولې لارې او دروازې يې ورته پرانستلې. چې به رسوا شول، نو بيرته به يې غرب ته واستول او له استولو وروسته يې د خلکو د غولولو لپاره ممنوع الخروج اعلان کړل او دغه ډول مبارزه لاهم دوام لري. توپکواکان يې د افغانانو د غوښو په خوړلو دومره څاربه کړل چې اوس هيواد او د امریکا په نوښت جوړ شوى نظام هم ګواښي.

د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په نوم جګړه کې د ښځو، ماشومانو په ګډون په سلګونو زره افغانان ووژل شول. ان تر دې چې د ايتلافي ځواکونو لخوا نيول شوي بيګناه افغانان د خوند اخیستو لپاره هم ووژل شول. دغو وحشيانو د افغانانو اندامونه لا امریکا ته د نښانې په توګه يووړل. فساد ته يې د يوې سرطاني غدې په څېر وده ورکړه او اوس يې هيولايي شکل غوره کړى دى او مونږ يې لاهم ننداره کوو.

ستونځه چيرته ده؛
په افغانستان کې ملي رهبري شتون نلري. مشران له بهر څخه ورباندې تپل شوي دي او يا د جګړو په ډګر کې د ډير قساوت او شقاوت په معيار راټوکيدلي، پرديو استخدام کړي او په افغانانو باندې تپل شوي دي.

د واک د انحصار، پردۍ اجنډا، ښکته علمي کچه، د سرچينو ظالمانه ويش، د ملي ريښو نه درلودل زمونږ د مشرانو د ناکامۍ بنسټ جوړوي. هره حاکمه ډله نورې ډلې او د نورو فکرونو پلويان د مخالف باغي او دښمن په نوم ځپي. دغه ستونځه د خلق او پرچم ګوندونو رانيولې تر مجاهدينو، طالبانو او اوسنۍ ديموکراسۍ پورې له لږ توپير سره زمونږ په ټولنه باندې حاکمه ده او په نزدې راتلونکې کې هم زمونږ په ستونزو کې د کمۍ نښې نه ښکاريږي. مونږ يې ننداره کوو.

مونږ د اوښتون او نسکوريدو وړتیا لرو خو د سمون او جوړيدو نه يو. له مارکسيستي رژيم نيولې تر اوسني نظام پورې له خلقيانو نيولي تر ديموکراتانو پورې له اخوانيانو نيولې تر ملايانو او طالبانو پورې سمون نه پيژنو او نه ورباندې باور لرو. فکر کوو چې زوړ نظام له ويروسونو ډک او له منځه وړلو ته اړتیا لري، خو کله هم فکر نه کوو چې مونږ د بل نظام د جوړولو اهليت نلرو. په کاذب غرور اخته يو.

دولس کاله وړاندې کيسه ده. زه د چين د درنو وسائطو د جوړولو په يوه فابريکه کې ناست وم. د يوه شرکت لپاره مې څو لوډرو د جوړولو قرار داد ورسره لاسلیک کاوه. متوجه شوم چې مخ ته د کمونیزم لور او چکوش درلودونکى بيرغ رپيږي. د فابریکې مالک يو هشاش بشاش اخلاقي ځوان وه. مال دا څه ډول توجیه کوئ چې بيرغ مو د کمونیزم ده او تاسو د دغې ټولې فابریکې يوازنى مالک ياست چې په داخل کې يې له يوه ځاى بل ځاى ته د تلو لپاره ځانګړې بريښنايي موټرونه کارول کيږي؟

واى وحيده! مونږ پخوا هم کمونستان وو اوس هم کمونيزم زمونږ مفکوره جوړوي. توپير يوازې دومره ده چې مونږ د کمونيزم په اقتصادي برخه کې سمون او بدلون راوستى دى.

په درنښت عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ګران او محترم ورور عبدالوحید وحید ستاسو له لیکنو څخه یوه نړئ مننه چې په خپله لیکنه کې مو د افغانستان د اوسني ستونزې اصل ته مو اشاره کړې مشکل مو بیان کړی او د حل لاره مو ورته ښوولې الله دې وکړي چې لوستونکي یې د زړه په ژبه ولولي او نورو ته یې ورسوي د افغان ملت افتخار یاست الله مو په ژوند کې برکت واچوه……………..

وحيد

نړئ مننه جناب مولوي صاحب محترمه
بس مونږ يوازې د دې لپاره ليکنه کوو چې د خپل ولس او هيواد قرض يوه وړه برخه مو تاديه کړې وي. که سهوه شوي وه نو له رب العزت او ولس څخه بښنه غواړم خو که عمدا مې د کوم مادي امتیاز لپاره کوم کار وکړ نو رب او خپل ولس ته پړ يم

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x