شعـــــرونه

انقلاب خوړليو يارانو ته څو کرښې/ ريحان

شفاعت ريحان

پاتې يارانو تاسو جار شمه خو
ماته مې تللي ياران اوري په زړۀ
د جنون کيف شي سړی واخلي پسې
هر يو په څېر د جانان اوري په زړۀ

د سترګو اوښکې مې مسکا ومنئ!
شونډې مې پرېږدئ چې پاړونه نيسي
د لحد جبر ته مې قهر راشي
غېږ کې دانه وانه ګلونه نیسي

د محبت انتها داسې وي چې
د جنګ په منځ کې دې هم ياد وي يو څوک
شيرين وجود دې ويني، ويني وي خو
زړۀ کې دې هغسې اباد وي يو څوک

لېونی کېږي خو به خود سړی چې
د انډېوال د تن ټوټې ټولوي
نيم سوځېدلی وجود پاتي وي او
د نيم وجود يې مړې ايرې ټولوي

د نيمې لارې يارانه داسې وي
يار تر څنګ تېر کړه، رنګ يې هېر کړه او بس
موږ داسې نۀ، موږ د وفا په لار کې
څښتنه خپل د يار په څېر کړه او بس

کم ځای به ونيسي که شي تاسو ته؟
د شفاعت د قلم توري ډالۍ
تاسو په دې ارزئ چې درکول شي
جنت، پستې حورې او نورې ډالۍ

پای.
شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x