افغانستان

زابل: ارغنداب ولسوالي‌ د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل):طالبان وایي، د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ مرکزي‌ ودانۍ او ورسره ټول تاسیسات یې نیولي‌ دي.

د طالبانو ویاند «قاري‌ یوسف احمدي» پر‌ ټويټر لیکلي، چې تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې شته عسکرو د الوتکو په مرسته «تېښته» کړې چې له امله یې ارغنداب ولسوالي‌ په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې.

نوموړي وړاندې زیاته کړې « د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ مرکز او شاوخوا ټول ملحقات د دښمن له لوري تخلیه کړل شول. دښمن و تښتید، عامو اولسونو د ارام ساه واخیسته او ولسوالۍ په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شوه.»

https://twitter.com/QyAhmadi21/status/1403927965415641088?s=20

ورته مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو قومنداني هم د ارغنداب له لاسه وتل مني‌ او زیاتوي چې له یادې ولسوالۍ یې تکتیکي شاتګ کړی او د ولسوالۍ نوې ودانۍ به په مېزانه ولسوالۍ کې وي.

یاده دې وي، چې په تېره یوه میاشت کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۲۵ ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او دولتي عسکرو درانه تلفات ګاللي.

په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ارغنداب تر څنګ په فراه ولایت کې دوو نورو ولسوالیو هم سقوط کړی او دولتي‌ عسکرو ته درانه تلفات اوښتي.

دفاع وزارت د ولسوالیو سقوط نه مني، او ادعا لري چې دوی په ځینو ولایتونو کې له سیمو تکتیکي‌ شاتګ کوي‌ او له لاسه وتلې سیمې بیرته له طالبانو نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x