افغانستان

د اماراتو د بهرنيو چارو وزير د امريکايي يهودانو ټولنې ته: د فلسطين حماس «ترهګره» ډله ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زايد آل نهيان د امريکايي يهودانو د ټولنې له استازو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې فلسطين کې د حماس اسلامي مقاومت ډله «ترهګره» ده او د دې ډلې پوځي څانګه القسام ترې جلا بلل «خندوونکې» ده.

ابن زايد ويلي: «دا ډېره خندوونکې ده، چې ځينې حکومتونه د حماس يوازې پوځي څانګه ترهګره بولي، خو د سياسي څانګې په اړه يې څه نه وايي، په داسې حال کې، چې حماس ډله په خپله مني، چې د پوځي او سياسي څانګو تر منځ يې کوم توپير نه شته.»

https://twitter.com/AJCGlobal/status/1401959381776863235?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1401959381776863235%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fmubasher.aljazeera.net%2Fnews%2F2021%2F6%2F12%2FD8A7D8A8D986-D8B2D8A7D98AD8AF-D984D984D8ACD986D8A9-D8A7D984D8A3D985D8B1D98AD983D98AD8A9-D8A7D984D98AD987D988D8AFD98AD8A9

ابن زايد د يهودانو ټولنې ته د باور جوړونې په موخه د حماس ټول پوځي او سياسي تشکيلات ترهګر بولي او وايي، چې حماس هم د القاعدې او داعش په څېر ترهګر دي او په وينا يې هېڅ توپير يې تر منځ نه شته.

بل پلو د حماس جهادي غورځنګ رهبري مشر سامي ابو زهري د متحده عربي امارتو د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې رد کړي او دا يې له ځمکنيو حقايقو لرې بللي دي.

ابو زهري په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، عبدالله بن زايد د امريکايي يهودانو ټولنې سره په خبرو کې د اسرائيلي اشغال ستاينه کړې او د اسلامي مقاومت پر ډلې يې لفظي برید کړی او هغه يې ترهګره بللې ده.

د حماس دغه مشر زياته کړې، چې دا ډول خلک د فلسطينيانو او د اسلامي امت د قضيو دښمنان دي.
متحده عربي امارات په منځني ختيځ لومړنی هېواد و، چې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې يې له اسرائيلو سره په دې هيله ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړې، چې دې سره به د سيمې هېوادونو او اسرائيلو تر منځ د دښمنۍ او

کرکې فکر ورک شي او نور هېوادونه به هم د اماراتو په قدم له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي.
له متحده عربي اماراتو وروسته بحرين، سوډان او مراکش هېوادونو هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره خپلې اړيکې جوړې کړې.

د فلسطين په شمول د اسلامي نړۍ او حتی د لويديځ په ګڼو هېوادونو کې پر غزه د اسرائيلو يرغل غندل شوی، دا دولتي ترهګري بلل شوې، خو د متحده عربي اماراتو په شمول يو شمېر عربي دولتونه د حماس او فلسطينيانو پر ځای د اسرائيلو ملاتړ کوي او حماس ترهګر بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

دا د اماراتو ټول جګپوړي چارواکي یو بل ته سوي دي لکه د یوې کورنۍ غړي چي وي؟ که دا ټوله د یوې کورنۍ غړي وي نو بیا ټوله د فساد علت یې معلوم سو. یعني که دایوه کورن کافره سول نو د اماراتو ټول وګړي مجبور دي چي ورره کافران کیږي به د کورنۍ واکمني منفي اړخ….

pattang

د أماراتي مشر ډیر فاسد زنکه باز او پردی پال انسان دی هغه د اماراتو د زیرمو د لرلو لپاره چلتار په سر دی خو په حقیقت کې لوی #ر او پردی پال دی !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x