نړۍ

القاعده: انورالعولقي نه ده وژل شوی

 


(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۲)دبی بی سي نړیوالي خبري رسني په یمن کي د قبایلي وسلوالو لوري خبر نشرکړی دي چي القاعدي په یمن دخپلو یوه مهم مشرانورالعولقي وژنه ردکړی ده.دتیري جمعي په ورځ یمني اوامریکایی چارواکوخبرنشرکړی وو چي دامریکایی بی پیلوټه الوتکوپه برید کی یی القاعدي دیمن دڅانګی یو مهم مشرانورالعولقي دیو بل امریکایی الاصله ملګري سمیرخان سره یوځاي دڅلورو نورو ملګرو په شمول وژلي دي.

په یمن کي دحکومت مخالف قبایلي وسلوالو دیو خبرپه ترڅ کی ویلي ډیرژرده چي دانورالعولقي یوه ویډیوي مرکه به خوره کړی ترڅو دښمنانوته وښیی چي انورشهید شوی نه بلکه ژوندي دي.

له بله لوري دانورالعولقي وپلارته نژدي سرچینو خبرورکړي دي چي دانورالعولقي پلارچي دیمن په پلازمیني صنعاکي کوم پوهنتون کي استاد دي، غواړي دهیواد په ختیځ کی الجوف ولایت ته ورشي اوهغه جسد وګوري کوم چي حکومت یی دعوه کوي چي دنوموړي زوي دي، اودهغه دجنازي په مراسموکي برخه واخلي، خوپه سیمه کی خلګ وایی چی دانورالعولقي جسد دبرید له امله دومره خراب اوټوټي ټوټی شوی دی، ډیره به مشکله وی چی څوک یی وپیژني، البته که دنوموړي هرڅومره نژدی قریب هم وي.

انورالعولقي چي دامریکی په متحده ایالاتوکی یی دغي دنیا ته سترګي رڼي کړی وي اوتراوسه پوري یی دامریکي تابعیت درلود په یمن کي دالقاعدي يوډيرمهم کس بلل کیده، العولقي په همیشه په خپله خوږه اوبااثره وینا سره دنړي ځوانانان دامریکایانو په وړاندي جنګ ته رابلل، سرچیني وایی العولقي ډیري ځوانان دخپلو ویډیوي ویناوو په واسطه دي ته هڅه ولي وو، چي دامریکایانو کوم چي نوموړي به ورته دشیطان ګوند ویلو وسلو ته لاس کړي.

داچي نوموړي دامریکی له تابعیت څخه برخمن وو، نوامریکایی ځواکونو اویا ځارګري اداري نشوکولای چي نوموړي بغیرله کومي محکمي څخه ووژني، تیره ورځ چي کله پررسنیو دالعولقي دشهادت خبرخپورشو، نړیوالو رسنیو سمدستی غبرګون وښود چي امریکایانو څرنګه  داسي کس چي له امریکني طابعیت څخه برخمن وو بي له کومي محکمي څخه ووژي، خو وروسته بیا امریکايی فوځي سرچینو خبرنشرکړ چی دالعولقي دوژني په اړه یی له امریکایی عدالت څخه پټه موافقه ترلاسه کړی وه.

یولوړرتبه امریکایی چارواکي تیره ورځ دنوم نه اخیستلو به صورت کی زیاته کړه ؛دامریکی څارګره اداره واک نه لري چي کوم امریکایی کس بغیر له عدالتي فیصلي څخه ووژني، اوداکه انورالعولقي دامریکایی عدالت له فیصلي څخه بغیروژل شوی وي،دابه دسی آی ای لویه تیروتنه وي.

تیره ورځ چی کله خبریالانو دسپیني ماڼي له ویاند څخه دانورالعولقي دوژني په اړه تفوسونه کول چي انورالعولقي خو یو امریکایی کس وو څرنګه دامریکي څارګري اداري وکولای شول چی نوموړي دي بی له عدالتی فیصلي څخه ووژني، دسپينی ماڼي ویاند دخبریالانو ددغوپوښتنو په ځواب کی چوپه خوله پاته شو اوهیڅ یی ونه ویل، اونوموړي زیاته کړه داڅرګند نه ده چی انورالعولقي دي دامریکایی بی پیلوټه الوتکودبرید له کبله وژل شوی وي، نوموړی زیاته کړه زددغي پوښتني پخلي نه شوم کولای چی انورالعولقي دي خاماخوا دبی پیلوټه الوتکوپه بریدکي وژل شوی وي، اونه هم ستاسو دسوالونو په ترڅ کی دټولو خبروپخلي کولای شم.

بخت الرحمن بخت  (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x