افغانستان

لغمان: توپچي برید کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د توپچي برید له امله د یوې کورنۍ شپږ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان د ولایتي شورا رئیس «عتیق الله عبدالرحیمزی» وایي، تېره شپه ددې ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند «کوټالي» سیمه کې د طلا محمد په نوم د یوه ولسي‌ وګړي‌ پر کور د هاوان مرمۍ ویشتل شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي‌ او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي‌ په خبره،‌ په یاده شوې سیمه کې د طالبانو او دولتي‌ عسکرو تر منځ جګړه روانه ده، نو له همدې له امله دا نه معلومېږي‌ چې توپچي‌ برید د کومې ډلې له لوري‌ شوی.

بل لور ته د ۲۰۱ سیلاب قول اردو هم پېښه مني‌ او ادعا‌ لري، چې د هاوان مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې؛ خو طالبان یې بیا د حکومتي عسکرو کار بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

هغه سیمي چي نظم یې د طالبانو په لاس کي دی او د کابل ښاروالي ته وفاداره وسلوال د محاصرې لاندي موقعیت لري. د هغه سیمو مسئولیت د طالبانو په غاړه دی. بهتره دا ده چي په داسي سیمو کي د کابل د مرتد رژیم مرتد وسلوالو سره جګړه کیږي ولسي وګړي د هغه کورونو څخه تخلیه سي چي د کابلي ځواکونو د برید په حدودو کي پراته وي. د ولسي تلفاتو مخنیوی اړین دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x