شعـــــرونه

له مینې سره مینه!/ اياس

عزيز الرحمن اياس

مینې زړه ته ور نژدې کړم، مینې لاس د مینې راکړ
چې له چا قربانېدمه، مینې هغه څوک زما کړ

مایې هر امر قبول کړ،زه له سره ورته تېر شوم
سرو اورو ته مې غېږ ورکړه، د عاشق پتنګ په څېر شوم
زما تیاره تیاره ژوندون یې، ښه رڼا،رڼا،رڼا کړ

ژوند یو خوب و چې لیده مې، خو تعبیر یې معلوم نه و
فکر داسې خوا ته تللی، چې مسیر یې معلوم نه و
همدا مینه وه چې زما نامعلوم خوب یې را رښتیا کړ

یو لار ورکی مسافر وم، خدای زده کومې خوا ته تلمه؟
مینې ونیوم له لاس نه، سم یې دې لارې ته کړمه
شوم مسکی و دار او اور ته، سر مې رب سره سودا کړ

د هر غم او درد ریښې مې، ستا پر مټ له زړه ایستلي
زه تل ستا ومه ته زما شوې، ما پخوا لا وې منلې
مینې ستا سره پټ عشق مې، ټول جهان لره رسوا کړ

چې د مینې شوم ملګری، ژوند رڼا شو سباوون شو
د ژوندون وسمېدو ته، عجیبه ښکلی تړون شو
د تیاره ژوندون ماښام مې ای!(ایاسه)پرې سبا کړ

عزیزالرحمن ایاس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x