دیني، سیرت او تاریخ

د صحابه کرامو رضي الله عنهم اطاعت او تابعداري!

عبدالله (عزام)

اطاعت او تابعداري د مينې او محبت حتمي نتيجه ده، کله چې اصحاب کرام رضي الله عنهم د محبت پر دولت ماړه شول؛ نو بيا يې خپل ټول ژوند د نبي کريمﷺ په اطاعت او مننه کې تير کړ، غوره مثال د (حضرت سعد بن معاذ) هغه وينا ده چې هغه د خپل ځان او انصارو له لوري د بدر غزا نه مخکې کړې وه. زه د ځان او انصارو له لوري په خلاصه سينه وايم او له دې لوري ځواب هم درکوم چې تاسې چيرې غواړئ واوسئ له چا سره چې خپلوي غواړئ وکړئ او له چا سره چې يې پریږدئ، پرېږدئ او زموږ له مال او دولت نه چې څومره اخلئ او که څه راکړئ رايې کړئ، څه چې تاسې له موږ نه اخلئ، تر هغو ډير غوره دي چې پريږدئ يې، څه چې تاسي موږ ته وايې، موږ يې منوونکي  يو او قسم په خدای که تاسې تر (برک غمدان) لاړ شئ، موږ به هم درسره يو او قسم په خدای که تاسې خپل آس په سمندر کې واچوئ، موږ به هم ځان په کې گذار کړو.

د هغه ﷺ د اطاعت او تابعدارئ يو غوره مثال دا هم دی، چې کله هغه ﷺ له هغو درې کسانو سره خبرې کول منع کړل چې د تبوک له غزا نه پاتې شوي ؤ، خلکو د رسول الله ﷺ خبره ومنله او مدينه منوره د هغوی لپاره د چوپتيا ښار(شهر خاموشان) شو، نه له هغوی سره څوک خبرې کوونکي ؤ او نه ځواب ورکوونکي. حضرت کعبؓ وايې: رسول اللهﷺ له موږ درې واړو سره خبرې کول بند کړل، خلکو زموږ نه کرکه کوله او نظرونه يې بدل شول، تر دې چې په ما ځمکه تنګه شوه، ګواکې دا هغه ځمکه نه وه چې ما پيژندله، تر دې چې د خلکو له ما سره مينه بيخي ورکه شوه، زه ولاړم ابو قتاده د باغ پر ديوال واوختم، باغ ته داخل شوم؛ ابو قتاده زما ګران د تره زوی ؤ او زه ورباندې تر ټولو ګران وم، ما پرې سلام واچوه، په خدای چې هغه ځواب هم رانکړو؛ نو ما هغه ته وويل: ای ابوقتاده! زه تا له خدای سره مخامخ کوم، څنګه ته پوهېږې چې زه د اللهﷻ او د هغه د رسول اللهﷺ سره مينه لرم، هغه غلی و، ما وخوځاوه قسم مې ورکړ؛ خو هغه همداسې چوپ و، ما ورته پرله پسې ويل او قسم مې ورکاوه؛ نو هغه وويل: الله ﷻ او د هغه رسول ﷺ ښه پوهيږي، زما سترګې د اوښکو ډکې ډکې شوې بيرته راوګرځيدم، پر ديوال راواوړيدم او راغلم.

د هغوی د فرمان برداري نښه دا هم ده چې هغوی لا په دې ناراضيتوب او خپګان کې و، چې رسول الله ﷺ استازی راځي او وايې: چې رسول اللهﷺ تاسې ته حکم کوي چې له خپلو ښځو جلا واوسئ، هغوی وايې طلاق ورکړو که څنګه؟ هغه قاصد وايې نه! بلکې جدا اوسئ مه ورنژدې کيږئ. هغوی خپلو ښځو ته وويل: پلرونو کره ولاړې شئ او همالته واوسئ، تر څو چې الله تعالی زموږ په باب څه فيصله وکړي.

له رسول الله ﷺ سره د هغوی د مينې او محبت دا حال ؤ چې پر هر څه يې هغه ﷺ غوره ګاڼه. د همدې پيښې پر وخت د غسان په نوم د يوې قبيلې پادشاه ورسره غمرازي کوي او خپل دربار ته يې رابولي، ددغه پريکړې او غوسې پر مهال رښتيا چې دا يوه سخته ازموينه ده؛ خو هغوی يې نه مني. کعبؓ وايې چې زه يوه ورځ د مدينې په بازار کې روان وم، چې له هغو شاميانو څخه چې په مدينه کې يې غله خرڅوله، يوه وويل: کعب بن مالک ته خبره کوم، ددې خبرې په اوريدو خلکو زما لوري ته نغوته(اشارې) کولې.

شامي ماته را نژدې شو او د غسان د پادشاه يو ليک يې راکړ، زه لوستونکی او ليکونکی وم، ما هغه ولوست چې ليکلي یې ؤ: موږ خبر شوي يو چې ستاسې سردار له تاسې سره د خبرو نه کولو پريکړه کړې ده، خدای تعالی تاسې د ذلت لپاره نه ياست پيداکړي او هغه ﷻ تاسو نه ضايع کوي، بس موږ ته راشه موږ به دې ډير خيال وساتو.

ما چې کله ليک ولوست؛ نو ومې ويل دا هم يوه ازموينه ده، لاړم او هغه خط مې په تناره کې وسوځاوه.

په اسلامي تاريخ کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم د اطاعت بې شميره بېلګې شته،  يوه هغه بيلګه ده چې د شرابو د حرام والي پر وخت پيښه شوه. حضرت ابوبردهؓ  له خپل پلار نه روايت کوي، هغه وفرمايل: موږ په مجلس کې ناست ؤ شراب مو څښل، زه پاڅيدم چې د رسول اللهﷺ په خدمت کې حاضري ورکړم او سلام پرې وکړم، دا مهال د شرابو حراموالي حکم نازليده: ٰ(يٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلٰمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطٰنِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُون.  (سُوۡرَةُ المَائدة: 90)

ترجمه: اې مؤمنانو! په یقیني توګه شراب، جواري (قمار)، درشلې (بتان) او د فال نيولو غشي ټول ناولي او شيطاني كارونه دي. له هغو څخه ډډه وکړئ، هيله ده چې تاسې ته به برى در په برخه شي.

زه خپلو ملګرو ته راغلم او دا آيت مې تر (فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ) پورې ورته ولوست؛ وايې چې د ځينو خلکو په لاسو کې د شرابو ډک جامونه و، څه يې څښلي او څه پاتي و، کوم شراب چې تر شونډو رسيدلي و  سملاسي بيرته قی شول.

د رسول اللهﷺ  اطاعت او پر ځان، کورنۍ، کور او قبيلې هغه ﷺ  ته د لوړتيا ورکولو يو غوره مثال دادی، چې د عبدالله بن ابي زوی عبدالله رسول اللهﷺ راوغوښت او ورته يې وفرمايل: ته پوه یې چې ستا پلار زموږ په حق کې څه وايې؟ هغه وفرمايل: يا رسول اللهﷺ  زما مور او پلار دې له تانه قربان شي، هغه څه وايې؟ هغهﷺ وفرمايل: وايې چې که مدينې ته بيرته ولاړو، څوک چې معزز وي هغه به ذليل کړو! هغه وويل:(قسم پر خدایﷻ چې هغه رښتيا وايې، چې تاسي معزز ياست او هغه ذليل دی، که رسول اکرمﷺ دا خوښوي چې زه د هغه سر راوړم؛ نو زه حاضر يم. رسول اللهﷺ  وفرمايل: نه!

کله چې خلک مدينې منورې ته ورسيدل، عبدالله بن ابي د مدينې په دروازه کې توره په لاس د خپل پلار په انتظار ودريده، چې پلار يې راغی؛ ورته يې وويل: چې تا ويلي دي که مدينې ته بيرته ولاړو څوک چې معزز وي، هغه به ذليل کړو؟! تاته به اوس معلومه شي چې معزز څوک دي! قسم پر خدایﷻ ته په مدينه کې د الله او د هغه د رسول له اجازې پرته اوسیدلی نه شې، هغه وويل: ای د خزرج د قبيلې خلکو! ؤګورئ زما زوی ما له خپل کوره منع کوي، اې د خزرج خلکو! زما زوی ما له خپل کوره منع کوي.

زوی يې وويل: قسم پر خدایﷻ دا د رسول اللهﷺ  له اجازې پرته په مدينه منوره کې پل نشي ايښودلی. خلک را جمع شول او هغه ته يې نصيحت وکړ، هغه وويل: دی د الله او د هغه د رسول له اجازې پرته پل نشي ايښودلی.

خلک نبي کريمﷺ ته راغلل او هغه يې خبر کړ، هغه ﷺ وفرمايل: ولاړ شئ او عبدالله ته ووايئ چې پرې يې ږده. عبداللهؓ وويل: هو! اوس چې پيغمبر اکرمﷺ  اجازه وکړه، نو اوس مدينې منورې ته داخليدای شي.

د رسول اللهﷺ  د اطاعت يوه بله روښانه بيلګه د حضرت حنظلهؓ کيسه ده. حضرت حنظلهؓ تازه واده کړی و او د واده لمړۍ شپه يې وه؛ د شپې ناوخته د دواړو جهانونو سردار جناب نبي کريمﷺ د اُحد غزا لپاره اعلان وکړ؛ کله چې حضرت حنظلهؓ دغه اعلان واوريده، نو خپله توره يې را واخيسته، او د اُحد ميدان په طرف روان شو، د جنګ په ميدان کې د کفارو سره ښه په ميړانه وجنګید او ډير کافران يې هم مردار کړل، په پای کې حضرت حنظلهؓ هم د شهادت لوړ مقام ته ورسيد.

دغه ده ميړانه، قرباني او د رسول الله ﷺ  اطاعت! که څه هم حضرت حنظلهؓ ته مستقيماً امر نه و شوی، خو بيا هم هغه د رسول اللهﷺ د امر پوره اطاعت وکړ.

اسلامي تاريخ کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم د اطاعت، فرمان بردارۍاو بی سارې قربانيو ډيرې بيلګې شته؛ موږ ته په کار ده چې دغه بيلګې د ژوند په هر ډګر کې د خپل ځان لپاره د لارې مشال وګرځوو.

مأخذ: “د مسلمانانو ځوړتيا نړۍ څومره زيانمنه کړه”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x