
نبوت انساني اړتيا ده «۲۹ مه برخه»
اسدالله رزين
عمر(رض)هغه څوک ښکاري چې: د عادلانه او ښه حکومت کولو آواز یې هر چا ته یو شان رسیدلی دی او د هر وجدان په تخته د هغوی د بریالي دور رښتینی او اصلي خیال او انځور پخپله بڼه لیکلی پاتې دی.
امتي صاحبه!
عمر(رض) پخپل لاس، خو د سیرت په رڼا کې څلور ماده يیزه لنډه، خو هر اړخیزه کړنلاره چې د یو مسلمان امیر لپاره په کار وه تر هر چا له مخې خپلې مخې ته کیښودله او د هغې له مخه به یې د اسلامي نظام خاکې او ډلې، خو په مورچل کې ناستو د نني (بلیک واټر) نیکونو او د انسانیت دښمنانو چې کله خپلې ناروا او په وینو سرې منګولې د ځوریدلي انسانیت له غاړې یو مخ ختلې ولیدې، نو یې خپل دودیز وحشت او دهشت ته په کتو سره د انسانیت د هسکې شلمې عمر فاروق(رض) د نا ځوانمردانه ترور خاکه چمتو او د چارشنبې د سهار په لمانځه کې د ( ابو لؤلؤ فیروز المجوسي) په ناولي لاس چې له اصله د روم او د مغیرة غلام و سر ته ورسوله او امیرالمؤمنین یې د خنجر په سختو وهلو سره ډیر سخت ټپي کړ.
ابو لؤلؤ له مسجده د تیښتې په حال کې(۱۳) نور لمونځ کونکي هم ټپیان کړل چې له هغو یې(۶) تنه شهیدان سول او قاتل (عبدالله بن عوف) د خپل برنوس(چپنې ته ورته جامه چې خولۍ به یې هم لرله) په واسطه را ونیو ابو لؤلؤ چې کله پوه سو چې د تیښتې لار یې نسته، نو بیا یې په هغه خنجر خپل ځان هم هلاک کړ. عمر(رض) په هغو شدیدو دردونو کې غوښتل پوه سي چې دا کار چا وکړ.
ځکه عمر(رض)به هر مهال د شهادت هیله کوله او د مسلمان له لاسه مرګ یې نه خوښاوه.
عمر(رض) شهادت ته په لاره حال کې له ابن عباس(رض) څخه وپوښتل چې دا کار چا وکړ؟ هغوی په ځواب کې د ابو لؤلؤ نوم او بشپړه پیژندنه ورته بیان کړه، ابن عباس(رض) وایي چې: د عمر(رض) په مخ کې د خوښۍ نښې را ښکاره سوې او الحمدلله یې وویل.
عمر(رض)وروسته له هغه چې تسلي یې وسوه چې د مسلمان په لاس نه دی شهید سوی، نو د خلافت چارو ته یې مخ ور واړاوه او غوښتنه یې وکړه چې وروڼه مې راته را وغواړئ. یعنې عثمان- علي- طلحة- زبیر- عبدالرحمن بن عوف او سعد بن ابي وقاص(رضی الله عنهم).
هغوی راغلل او عمر(رض) ورته وفرمایل: د خلافت مسئله په تاسې حل کیږي، له مهاجرینو- انصارو- د لښکر له قوماندانانو او نورو مشرانو سره هم مشوره وکړئ. عمر(رض) د شیدو څښلو اراده وکړه. شیدې یې ورته را وړې، خو کله چې یې نوش جان کړې. ويې لیدل چې د شیدو سپین والی یې له ټپو را ووت، نو پوه سو چې دغه د مرګ نښه ده، نو یې عبدالله بن عمر(رض) را وغوښت او ور ته ویې ویل: چې د امت مور بي بي عائشې(رضی الله عنها) ته ورسه او زما له سلامه وروسته ورته ووایه چې: عمر د خطاب زوی اجازه غواړي.
ګوره داسې ورته ونه وایې چې: امیرالمؤمینین ځکه زه له دې وروسته امیرالمؤمنین نه یم. چې له خپلو ملګرو محمد رسول الله(ص) او ابوبکر(رض) سره په خوا کې خاورو ته وسپارل سم.
عبدالله بن عمر(رض) په داسې حال کې د امت مور ته ورغی چې هغې د عمر(رض) په شهادت اوښکې تویولې. عبدالله له سلامه وروسته د خپل پلار د خاورو ته سپارلو خبره ور ته وکړه. چې زړه یې غواړي له خپلو ملګرو سره خوا په خوا خاورو ته و سپارل سي. د امت مور بي بي عائشې(رض) ورته وویل: چې د غه ځای خو ما د ځان لپاره غوره کړی و، خو نن عمر(رض) تر ځان مستحق ګڼم او د عبدالله(رض) په واسطه یې دا خبره هم عمر(رض) ته ور واستوله چې زما له لوري له سلامه وروسته عمر(رض) ته و وایه چې ګوره امت بې شپانه پرینږدي.
یو څوک ورته وړاندې کړه. زه له فتنې بیریږم. عبدالله بن عمر(رض) بیرته عمر(رض) ته ور ستون سو او هغه ترې وپوښتل: چې څرنګه ځواب دې راوړ؟
عبدالله بن عمر(رض)ورته وفرمایل چې اجازه یې درته وکړه. عمر(رض) وفرمایل: (ما کان شئ باهم عندي من ذالک) ماته تر دې ارزښتناک هیڅ څیز هم نسته، خو دا یې هم ورته وفرمایل چې مړ سم او په کټ کې مې مړستون ته وړئ بیا هم د امت له موره اجازه واخله. که یې اجازه درکړه ښه. که نه و د مسلمانانو په یو مړستون کې مې خاورو ته وسپارئ.
عبدالله بن عمر(رض) بیا هم د امت له موره اجازه واخیستله چې د(۵۳- ۶۳) کلو ترمنځ عمر کې د هجرت په (۲۴) کال له (دولس کاله، پنځه میاشتې او یو ویشت) ورځې خلافت وروسته د یکشنبې په روځ په اجازه ورکړي ځای کې خاورو ته وسپارل سو.
عثمان بن عفان د یکشنبې په روځ عمر(رض) خاورو ته وسپارل سو، د دوشنبې د روځې د ماسپشین لمونځ لا د عمر(رض) له وصیته سره سم د صهیب(رض) په امامت کې اداء سو. د همدغې ورځې د مازدیګر تر لمانځه له مخې د بیعت اخستلو ستونزه یو مخ بشپړه سوه او حضرت عثمان(رض) په رسمي توګه د دریم خلیفه په حیث و ټاکل سو.
امتي صاحبه!
د هجرت څلور ویشتم کال، د محرم د میاشتې د دوشنبې د ورځې مازدیګر لمونځ لومړی لمونځ و چې خلافت ته له ټاکل کیدو وروسته د عثمان(رض) په امامت کې اداء سو او د محمد رسول الله(ص) له مبارکه منبره یې خپله لومړۍ خطبه په هغو ټکو پیل کړه چې تر قیامته پورې به ټول انسانیت او په ځانګړي ډول سره مسلمانانو ته سبق پاته وي.
امتي صاحبه!
دغه ده د ذی النورین(رض) د انسان جوړونکي خطبې لنډ مطلب: تاسې په یوه ستړې نړۍ کې اوسئ، کوښښ وکړئ چې ومو نه غولوي او د ژوند پاته موده له مرګه سره په اړیکه کې تیره کړئ.
خبر اوسئ! دنیا په چل او غولولو کې نغښتې ده، ترې غافل کیږئ مه. ځکه چې هغه له تاسې نه ده غافله. پام کوئ چې د خپل مکر په لومو کې مو تپ نه کړي. مینه مه ورسره کوئ.
د دنیا ژوند دومره لنډ دی چې یوازې او یوازې آخرت پکې لټول کیدای سي او بس.
امتي صاحبه! د محمد رسول الله(ص) زوم او دریم خلیفه له نن نه (۱۴۰۰) کاله مخکې محمدي امت ته د ګواښ په بڼه کې د دنیا د غولولو خبر ورکړی و.
نن چې له (۱۴۰۰) کاله وروسته ورته ګورو رښتیا هم کله چې انسانیت هغو نصیحتونو ته ونه کتل، نو د دنیا د زامنو او وروڼو د چل په لومو کې را ګیر سو او چې د تیښتې ټولې لارې یې پرمخ ور و تړلې بیا یې په ډیر بد مرګ مړ کړ او په ټول ډبر زړه توب یې بې یاره او بې مرسته کونکي ایسته وغورځاوه.
امتي صاحبه!
د محمد رسول الله(ص) د سیرت ښوونکي ټولې خدای پیدا کړې ښېګڼې او خیرونه را ټولوي او په څو لنډو ټکو کې یې د انسانیت د ښیرازي لپاره اوډي او د ټول انساني ژوند د مفهوم په بڼه کې یې د نازولي نبي د امت مخې ته ږدي او د منلو په صورت کې د ښو او نیکو پایلو کچې هم ور په ګوته کوي او د الهي رحمت د یقیني نازیدو زیری پرې کوي.
امتي صاحبه! د هغوی له لیدو دنیا نه ده محکومه، بلکې د هغوی له لیدو دنیا موخه نه ده او یوازې او یوازې موخو ته د رسیدو وسیله او کرونده ده، نو که تر یاد سرلیک لاندې ګټه ترې اوچته، وکاروله او پیدا سې. دنیا خیر او د خدای د رضا د لاس ته راوستلو ډاډمنه کیلي او د محمد رسول الله(ص) د اطاعت او محبت هوس ده.
زما په اند همدغه د ځان پیژندلو او ځان جوړولو لپاره بیخې بس ده او ځان پیژندنه یوه لوړه انساني اړتیا ده. ځکه انسان چې کله هم خبله کچه غلطه کړې ده، نو بیا خامخا یا فرعون یا مسیلمة الکذاب، یا بوش، یا بایډن، نتانیاهو او یا ریندرا مودي جوړیږي چې انسانیت یې د شر او بربریت د وینو په جوړ کړي ډنډ کې تل د نجات نارې او سورې وهي او انسان چې کله هم د ځان جوړونې کورس غلط کړي، نو بیا ځي د ځان ګډونې او تباه کولو په کورسونو کې داخله اخلي چې بیا هرو مرو ترې لینین، ټوني بلیر او نور جوړیږي. د انسان سوځونې دنده مخ ته بیایي. او له شر او ضرره یې څاروي او خزندې هم نه وي په آرام.
دا عام عادت دی چې هر جوړ سوی څیز د بیا جوړیدو لپاره هغه چاته وروړل کیږي چا چې لومړی ځل جوړ کړی وي. له بده مرغه دغه بنسټ د انسان جوړونې په برخه کې څوک په نظر کې نه نيسي او د هر خراد د کان له مخې د انسان جوړونې د انتظار په لیکو کې ځای نه کیږي. همدغه لامل ده چې انسان نه جوړیږي او انساني نړۍ یې دومره له بیرې او وحشته ډکه کړې ده چې نور انسان له انسانه بیریږي، نو که په شته حال کې څوک داسې ووایي چې د څلور بول مرګ او ژوند دواړه تر انسان په درناوي کې دي. ملامت به نه وي.
د څارویو د ساتنې لپاره څه تهیه وي او د حلالیدو طریقه یې هم یو څه ابرو منده وي. تاسې د نړیوال کفر د وحشت او واک په له شرمه ډکه موده کې ولیدل او وینئ چې دوی له انسان سره څومره بې پولې نارواوې کوي. تاسې خو د دوی د بربریت سترګو لیدلې پیښې یو وار بیا در په یاد کړئ چې څه لا پاته دي چې و یې کړي.
د خدای په لحاظ تاسې، خو یو ځلې د دوی په واک کې د نړۍ په هر ګوټ کې بند خونو ته سر ور ښکاره کړئ، ور یې پرانیزئ چې هلته څه تیریږي. باور وکړئ چې انسانیت پرې شرمیږي. انسان هرڅه ولیدل او هر څه یې و آزمویل.
د ټولو ازمونو خوند یې وکوت. خامخا باید دې پایلې ته رسیدلی وي چې تر څو پورې د انسان انساني کیدل د هغه د خالق، مالک او صانع په لارښوونو کې صورت ونه نيسي. یعنې د جوړیدو لپاره یې قرانکریم او مطهره سیرت ته مراجعه ونه سي. بیخي شونې ده چې د انسان راتلونکي به تر نن ډیره ځورونکې، ویرونکې او له غمو ډکه وي.
که د عقل محض محکمې ته هم مخ ور واړول سي. هغه به هم خامخا دغه پریکړه په لاس در کړي چې: د هر انسان،هرې ډلې، هر قوم، هر ملت، هر نژاد هر هیواد او حتی ټولې نړۍ که موخه یوازې دنیا سي هلته بیا د (مه) خبره نه ځائیږي، هلته بیا د روا او ناروا پوښتنه ګته نه لري. هلته د نارواوو د مخنیوي شونتیاوې بلکل له منځه ځي. هلته به خامخا د ځنګله قانون واکمن وي او لوی څآروي به ټول کمزوري څاروي خوري او ځوروي.
نوربيا…..