ټولنیزه برخه

د اولادونو په محبت کې احتیاط او اعتدال وکړئ!

مولوي نورالحق مظهري

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:إِنَّ الْوَلَدَ مَبْخَلَةٌ مَجْبَنَةٌ مَجْهَلَةٌ مَحْزَنَةٌ. [المستدرک 5284]

یعنې اولاد ځای د بخل، بې غیرتۍ، ناپوهۍ او غمګینۍ دی.
توضیح: یعنې اولاد ددې لامل جوړیږي چې انسان دې د دوی په خاطر بخل وکړي او مال دې په صدقه او خیرات باندې ورنکړي آن تر دې چې ځینې خلک خو د خپل اولاد لپاره فرض زکات هم نه ورکوي.

همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږي چې انسان دي بې غیرته سي او د اولاد پخاطر دې جهاد پسې پریږدي ځکه ډیری وختونه انسان د خپلو اولادونو په فکر د جهاد څخه پاتیږي.

همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږي چې انسان دې ناپوه سي یعنې د اولاد په خاطر دې د علم او پوهې د تحصیل څخه پاته سي، داسې ډېرې بېلګې سته چې ځینې خلک مخکې تر دې چې واده وکړي او د اولاد خاوند سي درسونه او سبقونه وایي خو کله چې واده وکړي او اولاد یې پیدا سي نور نو درسونه او سبقونه د همدغه اولاد په خاطر پسې پریږدي.

همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږي چې انسان دې غمګینه سي ځکه چې د اولاد د روزۍ، صحت او پالنې غم تل ورسره وي او په هر هغه شي باندې غمګینه کیږي کوم چې دده اولاد ورباندې زوریږي.

نو باید له اولاد سره په محبت کې له ډېر احتیاط او اعتدال څخه کار واخیستل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x