شعـــــرونه

د یوې صحنې راپور/ خروټی

شکن خروټی

ته دا ګوره څه کیسې دي؟ خبریاله
د غمونو سلسلې دي خبریاله

په هر خوا مې د ګلونو قتلِ عام ده
په هر خوا د مرګ نعرې دي خبریاله

مهاجر یو در په در یو په خپل ښار کې
چې وهلې مو خېمې دي خبریاله

ماشومان مې یروي په نیمه شپه کې
د بارودو زلزلې دي خبریاله

دا چې ښخې په دېوال دي پورې اورې
دا زما د تن پرچې دي خبریاله

دا منګی ده، دغه سوي چینارونه
دا ګودر ده دا مورچې دي خبریاله

دا چې لوټې لوټې پروت ده دا مسجد و
دا شهیدې منارې دي خبریاله

دا یتیم دی، دا یې دواړه مور او پلار دي
دا یې غبرګې جنازې دي خبریاله

دا چې ګورې؟ ، دا ماشوم بچی زما ده
دا یې ټوک ټوک سیپارې دي خبریاله

دا کتاب ده دا په وینو رنګ رحیل ده
دا د پاک قرآن ټوټې دي خبریاله

دا کوڅې دي دا مې کلی ده شکنه
دا زما په وینو سرې دي خبریاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x