ټولنیزه برخه

که سکون او پرمختګ دواړه غواړې دا ولوله!

علي الله متوکل

۱. په هر کار کي نوښت وکړه؛ دادي د تشویق سبب کیږي.

۲. ښه خوندور او لوړ لوړ هدفونه وټاکه؛ ملا ورته وتړه، بریا ستا په برخه ده.

۳. که دي خندا د لاسه نه کیږي، هم وخانده، خندا مفته ده او ثواب لري.

۴. هم د ځان قدر وکړه او هم د نورو قدر وکړه.

۵. که دباندي کار نه لرې، نو د کورنۍ سره کښېنه، تلاوت وکه؛ مطالعه وکه.

۶. چي هرڅونده درد درغلی وي، بیا هم بخښنه وکه، زه خبر یم، ستا زړه غټ دی.

۷. د نورو سره ځان په ترازو کي مه اچوه؛ که هغه دروند سو، نو طبیعت به دي خراب سي او که ته دروند سوې، نو مغروره به سې.

۸. څونده پیسې، چې ستا د کور د خرڅ او د اولادونو د تعلیم بسیږي، بس، په داغه شکر وکاږه، وږی وږی مه کېږه.

۹. پر هره خبره تندی تروش مه نیسي، د رب شکر ادا کړه، غم دي ورک سي.

۱۰. یو څو داني نامي انډیوالان هم پیدا کړه، ښه دی که په کومه ورځ درد درغلی وو، نو باره به په انډیوالانو کې غورځې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x