افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو عسکرو پر «مسئولانه وتلو» ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» له خپل برتانوي سیال «بوریس جانسون» سره تلیفوني‌ خبرې کړې دي‌ او د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې پروسې په اړه هم ورسره غږېدلی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې عمران خان ویلي، چې هیواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي‌ او باوري دی چې د افغانستان کشاله نظامي حل نه لري‌ او باید د مذاکراتو له لارې یې د حل هڅه وشي.

خان ددې تر‌څنګ د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ یو ګډ مسئولیت بللی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر مسئولانه وتلو یې ټینګار کړی.

پاکستان داسې مهال د بهرنیو پوځیانو د مسئولانه وتلو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ پنځوس سلنه بشپړه شوې او ښایي‌ د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ‌«زلمی خلیلزاد» وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان په شرایطو پورې اړه نه لري، بلکې د یوه مهالوېش له مخې له افغانستانه وځي.

دده په خبره، د امریکا ولسمشر باور لري‌ که د پوځیانو ایستل د شرایطو تر سمون پورې وتړي، نو هیڅکله به هم هغه ډول شرایط په افغانستان کې برابر نشي او امریکا به یو ځل بیا په یوه اوږد مهاله جګړه کې ښکېله پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x