افغانستان

اردوغان: د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته ترکیه د افغانستان د وضعیت د مدیریت لپاره د «باور وړ هیواد» دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» وایي، د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به ترکیه یوازینی هیواد وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره به کار کوي.

اردوغان چې بروکسل ته د سفر تر پيلېدو وړاندې يې د استانبول په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، چې د ترکیې چارواکو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د ثبات په تړاو خپله طرحه له امریکايي چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ترې خوښ دي.

نوموړي که څه هم ددې طرحې په اړه نور جزئيات وړاندې نکړل، خو په خبره یې، امریکا د افغانستان په تړاو په ترکیه حساب کوي او  د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی د «باور وړ» هیواد وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره به کار کوي.

د اردوغان په خبره، د بروکسل د ناستې په څنډه کې به د امریکا  له ولسمشر «جوبایډن» سره هم د افغانستان په اړه وغږېږي.

ورته مهال د ترکیې یوه چارواکي ویلي، چې که شرایط برابر شي هیواد یې په افغانستان کې د پوځيانو د ساتلو او د کابل هوایي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتو دی.

دده له قوله، شرایط دا دي، چې د ناټو غړي هیوادونه باید په همدې برخه کې خپلې مالي او نظامي مرستې له ترکیې سره روانې وساتي.

ترکیه داسې مهال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې ښکېلتیا چمتووالی ښيي، چې له افغانستانه د امریکایي  او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ پنځوس سلنه بشپړه شوې او نږدې راتلونکې کې ښایي د ناټو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له دوام سره په یو وخت د ناټو ټول تمرکز د کابل هوايي ډګر  د امنیت په  خوندي کولو دی او داسې راپورونه شته چې ښایي یاد مسئولیت ترکیې ته وسپارل شي.

بل لور ته طالبانو بیا ګواښ کړی، چې د هوايي  ډګر او یا سفارتونو د ساتلو په پلمه په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو شتون ورته د منلو وړ نه دی.

د طالبانو په خبره، که ترکي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، دوی به د نورو بهرنیو پوځيانو په سترګه ورته وګوري او په وړاندې به یې ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دغه سړی پښې تر څړیو باسي،،!

اردوغان باید د یوه مومن په صفت د جنایتکار او قاتل دوستم له جنایاتو ځان خبر او له لاسنیوي څخه یې فورا لاس واخلي.

حامد

اردوغان لوي منافق إنسان دي دوهم آتاترک دی چه د اسلامی امارت مشران پری خطا نشی اردوغان تل د فخوانی کمونست او د امریکا اجرتی قاتل دوستم حمایت کری او کوی یی او بل د هیواد تجزیه فلان کی یی تل قومی تعصب او نفاق تخم شیندلی خاصتن افغانی ازباکانو ته یی د ترکستان جمهوریت فکر همدوی ترکانو ورکری او بل زموگ اکثره وطنوال فری دوکه شوی چ فلسطین او قدس شریف به فتح کری او د خلیفه المسلمین دروند لقب ورکوی چ حقیقت کی : دا هسی خیال او فریب دی بلعکس اردوغان د یهودو اسرایلو سره زیات تجارتی… نور لوستل »

عبدالمالک همت

اردوغانه زويه که دي ځان د غاړي وي او روغه کو… په ماهيانو خوري نو راسه د افغانانو له خرکه يې ووهه، ## وايي «خپله طرحه يې له امریکايي چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ترې خوښ دي.» بې وجدانه دا هيواد د افغانانو دي او که د ماتو سوو امريکايانو چي ته خپله منحوسه طرح ورسره شريکوې ؟!

پوپل

یو ورځ دناتو توتو یوه غونډه وه ګورم چې د اردوګان ښزه له موټره کوزه شوه او په دروازه کی ولاړ چاورواکو سره یی ښزی په لاس ورکولو رړغبړ وکه یبا نو ماته هغه ویده افغانان چه راته دا سیکولر د اسلامې نړی راتلونکۍ سلطان بولې را په زړه شول هغلته مې ځان سره وویل چې دا صرف د مسلمانانو تیر ویستلو لپاره قراتونه کوی کله اسرایل پسې خبری کوی کله امریکا ته ګوت څنډنه کوی او په حقیقت کې غټ رزیل ده اردوغان باید ډیر پوځیان راولیګی چی ډ یر خپل سرونه دلته وخوری لعنت پداسی مسلمان لعنت یی… نور لوستل »

Adam Khan
This will be an expensive error and a shame on the Turkish people when they 
curry the bodies of their soldiers back to their families.
غوربندي

کاشکی طالبانو د اردوغان په ادرس یوه اعلامیه خپره کړې وای او دغه ترکي پسه ته یې ورپه یاد کړي وای چې افغان وولس هغه ته د جنګي مجرم دوستم د ملاتړي په سترګه ګوري.

عبدالرقیب

اردوغانه ځوانه دا لس سره خیشته کړې، دا خریې څه مهال. د سوریې سنیان دي په غاړه کي لویدلي (عربو ستا په څټ کي در وهلي)، د لیبیا شخړه دي په غاړه کي ده، د ستر ترکستان د بیرته احیاء او اتحاد اوږدمهاله سفر درته ګوري، د ایغور مسلمانان تر موږ ډیر ستا د مرستي حقداره دي چي عزیزان دي دي. د ایران ترک نژادان پر تا حساب کوي. د هغه ټولو چارو تر عهدې وتلای سې په دې شرط کي په افغانستان کي پښه ښخه نه کړې. که دې په افغانستان کي یو هوایي ډګر مسئولیت واخیستی نو د… نور لوستل »

وحيدالله

اردوغان چې کله د‌ اتاترک په قبر د ګلانو ګيډي کيښوده، او ښځې يي د هند له فلم ستار رانو سره يادګاري ويډيوګانې جوړې کړې ما ويل دا سپی ده يوازې يي د پړانګ پوستوکی اغوستی

الحاج استاذ بیانزی

انګریزانو چه د لویدیز لخوا په هسپانیا او د ختیز لخوا د عثمانی خلافت او د بزنیا، البانیان او نورو هیوادو کی د مسلمانانو پرمختګ ولید وډاریدل چه ډیر ژر به ټوله اروبا اسلام ومنی نو بیا به د انګریزی استعمار د پاره حتی برطانیا او پاریس کی هم د پښو کیښودلو ځای نه وی. د هسپانیا د تر لاسه کولو وروسته یی د عثمانی خلافت د راپرزولو د پاره یی له یوی خوا فلسطین یی یهودانو ته پریښود او ترکیه کی یی مصطفی کمال بی ضمیره ملحد ته د مالی پیرزونو لاندی ونیولو او ترکیه کی یی لوی جنرالۍ… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx