
کندوز: طالبانو د خان آباد ستراتيژيکه ولسوالي ونیوله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کندوز ولایت څخه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې طالبانو نن سهار وختي د خان آباد ستراتيژیکه ولسوالي نیولې ده.
د خان آباد ولسوالۍ پر مرکز له تیرو ورځو راهیسې درنه جګړه روانه وه، چې بازار یې پرون غرمه د طالبانو لاسونو ته پرېوتلی ؤ او د ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې دولتي عسکرو سخت مقاومت کاوه؛ خو تیره شپه یې له سختو نښت وروسته د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نور ټول دولتي تأسیسات شاته پرېښودل او د «توپخانې» قرارګاه ته په شاشول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د خان آباد ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او زیاتوي چې دولتي عسکر له ولسوالۍ څخه «تښتېدلي» دي.
ویل کیږي چې اوس مهال دولتي عسکر له توپخانې قرارګاه څخه د خان آباد ولسوالۍ په بازار هاوانونه او ډیسي توپونه ولي، چې له امله یې یو شمېر دوکاونه او تعمیرونه نړېدلي او طالبان هڅه کوي چې د توپخانې قرارګاه تر خپل کنترول لاندې راولي.
د خان آباد ولسوالي چې د کندوز او تخار ولایتونه یو له بل سره نښلوي دولت او طالبانو ته ستراتيژیک اهمیت لري، ځکه ددې ولسوالۍ په کنترول سره طالبان په آسانۍ کولای شي د تخار ولایت څو ولسوالۍ تر خپلو بریدونو لاندې ونیسي.