افغانستان

سرپل: د صیاد ولسوالۍ د نیولو پرمهال ۴۵ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د سرپل او جوزجان ولایتونو پر لویه لار د جنرال دوستم له عملیاتو سره سره طالبانو تیره شپه د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، پرون ماښام د صیاد ولسوالۍ مرکز څخه کلابند عسکر او اربکیان د وتلو په حال کې وو، چې د طالبانو له کمین سره مخ شول او نښته رامنځته شوه.

د سرچینې په خبره په دغه نښته کې د صیاد ولسوالۍ د ملي امنیت د قطعې قومندان نصرالله په ګډون لسګونو عسکرو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

قومندان نصرالله د ګلم ملیشو د مشر جنرال دوستم له نږدې ملګرو څخه ؤ، چې د جنرال دوستم لخوا د مرستندویه ځواکونو د لیږلو په هیله یې څو ورځې د ولسوالۍ د ساتلو لپاره جګړه وکړه او طالبانو ته له تسلیمدو څخه یې انکار کولو.

د ګلم جم ملیشو قومندان نصرالله وژل شوی
د ګلم جم ملیشو قومندان نصرالله وژل شوی

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نورو ټولو تأسیساتو له نیولو او په یو کمیني برید کې د تښتېدلو عسکرو له ډلې څخه د ۴۵ عسکرو د مړینې خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې اونۍ راهیسې د هېواد شمال په ځانګړې توګه سرپل او فاریاب ولایتونو کې دولتي عسکر د طالبانو تر کلک څار لاندې دي.

ددې ترڅنګ جنرال دوستم هم له تیرو څو شپو راهیسې وخت ناوخته د طالبانو پرضد د جګړې ډګرونو د انځورونو په ویستلو سره ادعا کوي چې طالبان یې په تمبولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x