افغانستان

غزني کې په لسګونو ټانګونو او توپونو مجهزه قرارګاه طالبانو ته تسلیم شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له څو میاشتو کلابندۍ وروسته د پوځ یوه مجهزه قرارګاه طالبانو ته تسلیم شوي ده.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني وايي، په اندړو ولسوالۍ کې د «سني» په نوم د ملي اردو ستره پوځي قرارګاه چې ۳۰ عسکر یې ژوندي پاتې وو، له اوږدې محاصرې وروسته طالبانو ته تسلیم شوې، چې په دې توګه د یو پایه ډیسي توپ په ګډون په زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې او زغروال ټانګونه د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغې قرارګاه کې هغه ۱۲ تنه عسکر وژل شوي چې طالبانو ته یې د قرارګاه له تسلیمولو غاړه غړوله.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دغه قرارګاه کې میشت عسکر له ۴۰ عرادې ټانګونو او رینجر موټرونو سره یوځای ورته تسلیم شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په یادې قرارګاه کې د وسلو ۶ لویې زیرمې، ګڼې وسلې او پوځي د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

#الیب # دا دمره عمر جنګیده د همدی مهماتو په خاطر چی یوسی بادار ته او خرڅی یی کړی او بادار خوشحاله کړی. دوی نه دین پیژنی نه اسلام او نه هم مسلمانی #

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x