افغانستان

د نتنياهو د ۱۲کلن واک پای؛ نفتالي بينيټ د اسرائيلو نوی لومړی وزير شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۰ل):  د اسرائيلو پارلمان تېره ورځ د نوي ايتلافي حکومت جوړېدل تاييد کړل او دې سره د لومړي وزير بنیامين نتنياهو ۱۲ کلن واک پای ته ورسېد.

د ښي اړخي توکمپال ګوند سره تړاو لرونکي نفتالي بینيټ د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه او خپل حکومت يې د «بدلون حکومت» بللی دی.

نوموړي پارلمان ته په خپلې لومړنۍ وينا کې وويل، چې دی به پاشلی قوم بېرته سره راټول کړي.

د نفتالي بينيټ په وينا د ده حکومت به د ټولو خلکو لپاره کار کوي او لومړيتوب به يې د روغتيا او تعليم په برخه کې اصلاحات وي.

بنيامين نتنياهو، چې دولس کاله د اسرائيلو لومړی وزير و، نوی حکومت په درغلی جوړ شوی بللی او خپلو پلويانو ته يې ډاډ ورکړی، چې د دې حکومت د نسکورولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

۴۹ کلن نوي لومړي وزير نفتالي بينيټ په خپلې لومړنۍ وينا کې وويل چې دا د غم ورځ نه ده، په ډيموکراسۍ کې د حکومت بدلون طبيعي خبره ده او ټول اسرائيل يو ولس دی.

نفتالي بينيټ د نوي ايتلافي حکومت مشر دی، له اپوزيسيون څخه يې يوازې يوه څوکۍ زياته ده، دی به تر ۲۰۲۳ کال پورې لومړی وزير وي، تر هغه وخت وروسته به واک خپل نورو متحدينو ته پرېږدي.

بل پلو د فلسطينيانو استازو نوی حکومت رد کړی دی.

د فلسطين د ولسمشر محمود عباس وياند ويلي، چې دا د اسرائيلو کورنۍ مسئله ده، په دې اړه د فلسطينيانو دريځ روښانه دی او هغه دا، چې د ۱۹۶۷ کال د پولو له مخې دې د فلسطينيانو خپلواک حکومت رامنځته شي، چې پلازمېنه به يې بیت المقدس وي.

په غزه کې د حماس اسلامي مقاومت ډله وايي، وايي اسرائيل يو يرغلګر ټولی دی او دوی به د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره وسله‌والې مبارزې ته دوام ورکړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د اسرائيلو نوي لومړي وزير ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او ويلي يې دي، چې سپينه ماڼۍ به ورسره په ګډه کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دواړه د فلسطين او اسلام دوښمنان ، پاخه غله او صهونیستان دي ، الله د تباه کړي ، د یوو خنځیر دوه غوګونه دي!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x