شعـــــرونه

د شهيد محمد‌ نعيم حماد يو غزل

محمد نعيم حماد

ته د بېلتون له درده څه خبر یې
تا نو یاران کله د زړۀ بایللي

زما په ژوند کې خوښي پاتې نده
ما مې د ژوند واړه خواږۀ بایللي

زما جهاد اخر د څه لپاره؟
دا یوسف مخي ما په څۀ بایللي؟

ښا نو ته څه وایې چې پاتې به شم؟
زه یو ماهي یم ما اوبۀ بایللي

نوره یې تاب د بېلتون هېڅ نلري
”حماد“ یاران لکه د غرۀ بایللي

شهید «محمد نعیم حماد»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x