افغانستان

د ناټو غړي‌ هیوادونه د افغانستان په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): نن په بروکسل کې د ناټو سازمان غړي هیوادونه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د‌ پروسې او ددې هیواد د سیاسي‌ او امنیتي‌ وضعیت په اړه غږېږي.

دغه ناسته چې د امریکا د ولسمشر په ګډون د ناټو سازمان د دېرشو غړو هیوادونو مشران پکې برخه لري، افغانستان به یې د بحث مهمه موضوع وي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سلیوان» وایي، بایډن به په دې ناسته کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوایي‌ ډګر او په کابل کې د امریکایي سفارت د خوندیتوب په اړه د امریکا له متحدینو سره بحثونه وکړي.

ورته مهال د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» ویلي، چې د بروکسل د ناستې په څنډه کې له بایډن سره لیدنه لري او د افغانستان د موضوع په اړه به مخامخ ورسره وغږېږي.

له افغانستانه د امریکايي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام د کابل هوایي‌ ډګر د خوندیتوب موضوع په تر ټولو مطرح بحث بدله شوې.

ناټو وایي، ددوی د پوځيانو تر وتلو وروسته ښایي د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت چارې ترکیې ته وسپارل شي.

ترکیې هم د افغانستان په چارو کې ښکېلتیا ته چمتووالی ښودلی او شر‌ط یې اېښی، چې که د ناټو مالي‌ او نظامي  مرستې دوام کوي، ترکیه به‌ د کابل هوایي‌ ډګر خوندیتوب ته ځواکونه ولېږي.

بل لور ته طالبانو بیا د ترکیې په ګډون د ټولو بهرنیو پوځيانو په وتلو ټینګار کړی او د هوایي‌ ډګر او سفارتونو د امنیت خوندیتوب یې د افغانانو دنده بللې.

طالبانو ګواښ‌ کړی، که کوم هیواد په افغانستان کې عسکر پرېږدي، نو دوی به یې په وړاندې ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

که چیری ترکی عسکر د کابل په هوایی ډګر کی او دافغانستان په کوم ولایت کی دپاتی کیدو جرآت وکړی نو طالبان د داسی درس ورکړی لکه پدی شلو کالو کی یی چی آمریکا او ناټو ته ورکړ موږ افغانان دهیڅ پردی هیواد عسکر په خپل هیواد کی نه غواړو حتی ملکی اتباع هم زموږ دملک دقوانینو په چوکاټ کی بدون له اجازی نشی راتللی که چیری کوم بهرنی وګړی بدون له اجازی ګیر شو مستقیمآ د زندان ته واچول شی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x