دیني، سیرت او تاریخ

پر اسلامي فقهي تراث د مزاج او فاشيزم يرغل!

منيب ساپی

هره نظريه، فکر او مذهب د خپلو يا پرديو لخوا تر بريد لاندې راتللی شي؛ او راغلي دي، کله دغه هجوم د پرديو لخوا په قصدي توګه ترسره کېږي او کله بيا د خپلو لخوا د ناپوهۍ او يا د پرديو د اغېزې له امله وي، د وروستي ډول بريدونو پېچلتيا او خطر په دې کې زيات دی چې دوي دغه کار د دفاع، پاکوونې او سوچه کوونې په نوم کوي او ډېر يې په پوره اخلاص ترسره کوي!.

اسلام او د اسلام ټولې شمولي برخې يو نه يو وخت تر دغه ډول بريدونو لاندې راغلي دي، وروستی ډول يې چې مونږ يې په خپلو سترګو ننداره کوو او په ډېره سپين سترګۍ ترسره کېږي، هغه يې په اسلامي فقهي تراث نيوکې او بريدونه دي چې زياتره يې د همدغه اسلام منوونکو لخوا ترسره کېږي، لږ پخوا دا کار مستشرقينو ترسره کاوه، د هغوي اصلي څېره مسلمانو علمآؤ لوڅه کړه، ټولې پوښتنې او شکونه چې د دوي لخوا پاشل شوي ؤ داسې ځواب کړل چې يو شمېر مستشرقينو پرې پخپله هم اعتراف وکړ.

د نوي بريد نښه تر ډېره اسلامي فقه او د اسلامي امت د علماؤ نظرياتي او اجتهادي تراث دی، مونږ دا نه وايو چې د علماؤ نظريات او اجتهادي تراث سل سلنه درست او حق دي، بلکې د دوي ټولې هڅې د ستايلو دي او مونږ ته يې د دغه دين تطبيق ممکن کړی دی.

د اجتهاد له ټکي ښکاري چې زمونږ اسلافو په پوره متانت، علمي جهد او اخلاص سره دغه دين تشريح او تفسير کړی دی دا نو طبعي ده چې کله به حق ته رسېدلی وي او کله نه! خو په دواړو صورتونو کې ماجور دی، څه چې دلته د پوښتنې په ډول مطرح کېږي هغه دادي چې د سلفو يو غوره عالم چې دولس سوه کاله يې علماء په حقانيت، علميت، تقوی او… قانع دي؛ د هغه د اجتهاد په اړه همدغه خبره ده چې کله به خطاء کېږي هم، زه او ته چې د فتنه ګر پېر په مړۍ پسې لالهانده قوم يو، خبره به مو ټول په ټوله سمه او حقه وي؟ ډېره بده ده چې سړی پخپله خپلې پښې وهي!.

په فقهي تراث بريدونه د هماغه دښمن خوښه ده چې په عقيدوي تراث مو حمله کوي، مونږ که نظام، قانون او احکام ونه لرو – لکه د فقهي تراث په شکل چې موجود دی – هغوي يوازې زمونږ له تش باوره ډار نه لري، د هغوي ډار له همدې دی چې مونږ د خپل باور موافق نظام او قانون لرو! نو اوس ته ووايه چې ګټه يې چاته ده؟

پر اسلامي فقهي تراث د بريدونو لاملونه:

لومړی: ناپوهي: مونږ په هره برخه کې له ناپوهۍ رنځ وړو، عربي متل دی، وايي: خلک د هغه څه چې پرې نه پوهېږي، دښمنان دي او ريښتيا ده چې دښمنان يې دي، اسلام چې تر قيامته د تطبيق سينه ډبوي، راز يې په دې کې دی چې هره برخه يې په اصولو، ضوابطو او منظمو تګلارو او منهجونو ولاړه ده؛ اسلامي فقه په همدغه ځانګړو منهجونو او اصولو ولاړه ده، څوک چې په دغه اصولو او منهجونو نه پوهېږي بيا يې له دغه ستر اسلامي فقهي تراث سره دښمني وي او بېچاره ګان به ملامته هم نه وي، البته هغه وخت چې حد اقل په دې خو پوه شي چې نه پوهېږو، دا چې پوهېږي هم نه او بل ته هم غوږ نه ږدي، مونږ ورته بل عذر نه لرو او پړ يې بولو.

که غواړۍ د اسلامي فقهي تراث په ارزښت وپوهېږئ، لومړۍ بايد اسلام د يو نظام په توګه ومنۍ، تر قيامته يې د تطبيق عملي لارې وسنجوئ او ټول جوانب يې داسې سره منسجم کړئ چې د يو بل سره توافق وکړي؛ نه ټکر او د وخت پوښتنو، غوښتنو او نويو پرمختګونو ته لارښوونې ولري، د دغه چارې لپاره يوازې يو ته صحيح او بل ته ضعيف ويل کفايت نه کوي، که په دغه منهج سره لاړ شو، د نيم زيات ژوند به مو د اسلامي لارښوونو تش وي، بيا به د اسلام د شمول او عموم خبره چېرته وي؟

د دغه کار لپاره داسې يو منهج ته اړتيا ده چې د نن خبره د پرون ترديد ونه کړي او د سبا خبره مو نن د پوښتنې لاندې رانه ولي، فقهي منهجونو يوازې همدغه کار کړی دی، دوي خو څه د خپل کوره نوې وحې نه ده راوارد کړې چې سړی پرې شکمن شي!.

دويم: فاشيزم يا نامنهجيت: دويمه بلا چې خلکو ته پر اسلامي فقهي تراث د بريد جرأت ورکوي، هغه د دوي سره د منهجيت نه شتون دی، زمونږ هدف دا نه دی چې دوي بلکل د خپل عمل د اثبات او د بل د ترديد لپاره کومه تګلاره نه لري! بلکې دغه تګلاره چې دوي اختيار کړې ده کامل او سالم منهج يې نشو بللی، ددې خبرې ډېر دلايل شته چې ولې دغه ددوي تګلاره سالم او کامل منهج نه دی؟ دا بېل بحث دی چې د دوي منهج پوره او دقيق وڅېړل شي، ښې او ناښې يې سره بېلې شي او د تکميل لارې يې په ګوته شي.

دلته يوازې دومره يادونه کوو چې دوي چې د کومې لارې د تعقيب هڅه کوي هغه يوازې د سلفو علمآؤ او مجتهدينو د کار يوه برخه وه او هغوي دغه کار د اسلامي فقهې په څنګ کې ترسره کاوه؛ نه د ضد او نقيض په څېر، د ناسلامتيا او نه تکميل بل اړخ يې دادی چې دغه دين به بيا د ژوندانه د ډېرو برخو څخه ووزي او بيا به ونه توانېږي چې هر وخت په هره برخه کې لارښوونه ولري، دا نيمګړتيا د دين نه ده بلکې د هغه منهج ده چې دوي يې د تطبيق لپاره اختياروي.

د دين د پوره او هر وختي تطبيق لپاره يو داسې منهج ته اړتيا ده چې پنځوس زره کاله وروسته هم د سختې معضلې د حل توانمندي ولري، هغه څه چې نن معما ښکاري سبا ته په حقيقت بدلېږي يو سالم منهج کولی شي چې سر له ننه دغه ډول معماؤ ته حل او حکم پيدا کړي.

زمونږ فقهاؤ دغه کار ترسره کړې دی، خدای دې ورته ددغه لوي کار ستره بدله او انعام ورکړي، مونږ يې له تشکري څخه هم ناتوانه يو؛ دوي د ډېرو ستړياؤ او هڅو وروسته توانيدلي دي چې دغسې سالم او کامل منهجونه راڅرګند کړي، له دغه هڅو سره الله متعال دوي ته دا ملکه او وړتيا هم ورکړې وه چې په ټول دين عبور ولري او تر ممکن حده يې په نتايجو، علتونو، مقاصدو او حکمتونو کې نظر خپور وي.

درېيم: مزاجي تعامل: د هرې خطاء او اشتباه او هر فن او تخصص د ارزولو لپاره ځانګړي معيارونه دي، تودوخه په متر نه اندازه کېږي او ځمکه په ترماميتر نه ګزېږي! له همدغه ځايه پوهېږو چې هر تخصص ځانته او ځانګړي معيارونه او تلې لري، دلته په فقهي تراث بريد کوونکي له خپل مزاج او يا که ووايو د خواهش او غريزو خړوبېږي، دوي که لږ هم د اصولو او ضوابطو پابند وې، کله يې هم دا کار نه ترسره کاوه، ځکه هغه وخت به دوي پوهېدل چې فقهي چوکاټ او مزاجي غوښتنې سره دوه بېل اوجلا شيان دي او دواړه په يوبل کې ګډول او تېرول غش او دوکه ده!.

دلته يوه يادونه ضروري ده چې علمي او اصولي بحثونه چې د همدغه اصولو او معيارونو په چوکاټ کې ترسره کېږي يوازې درست نه؛ بلکې اړين دي او دا کار فقهاؤ په ډېر غوره شکل ترسره کړی دی او له همدغه علمي او اصولي اختلاف په نتيجه کې دومره پراخ فقهي تراث لرو – الحمد لله -؛ که اوس هم په يوه مسأله کې دغه ډول تحقيق او ريسرچ کېږي، اسلام يې يوازې ښه نه بلکې مطلوب عمل ګڼي، البته دا کار به هغه څوک ترسره کوي چې اهليت او صلاحيت يې ولري.

تاسې که لږ د خپل مزاج څخه تېر شوئ او دغه تراث مو د دين برخه وګڼله بيا به خپله پوه شئ چې په څومره اشتباه کې پرېوتي ياست!.

دلته فقط د دغه درې لاملونو لنډه يادونه وشوه او دا ځکه چې په بنسټي لحاظ د اسلامي فقهي تراث سره دغه ډول ناوړه چلند له همدغو لاملونو په نتيجه کې پيل شوی دی، اما اوس خو زياتره بريدګر د محترم استاد له خولې او د محترم استاد په ړانده تقليد کې دا کار ترسره کوي کنه د ډېر کم خلک خپل دماغي – ښه يا بد – محصول لري نور نو زياتره يې قُرقُرانه دا کار ترسره کوي.

الله متعال دې مونږ ټول په حقه او سالمه لاره روان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Wafiullah Himat

#وفي الله همت په دي نوي عصر کې زیاتره اشخاص د ټکنالوجۍ او د ټولنیزو رسنیو څخه زیاته استفاده کوي. ایا ټولنیزي رسنۍ زموږ په ژوند کې منفي او مثبت اړخ لري؟ هرڅه د ښي او بدي ګټي لپاره استفاده کیدی شي! خو بدبختانه یو شمیر داسي اشخاص شتون لري چي د ټولنیزو رسنیو څخه ډیره ناوړه ګټه پورته کوي او د ټولني نورو وګړو ته يي بد اړخ معارفي کوي او هغوی ته بیلا بیلي ستونزي جوړوي، هغه اشخاص چي ناوړه او یا عیري اخلاقي مواد خپروي هغوی د کمزوري عقیدي خاوندان د ټولني د معادیاتو او معاناویتو دښمنان… نور لوستل »

طاهر ثابت

«اما اوس خو زياتره بريدګر د محترم استاد له خولې او د محترم استاد په ړانده تقليد کې دا کار ترسره کوي» وروره داسی خبری تبعیضی مالومیږی. داسی ښه بیان دی کړی وو خو اخیره دی چپه کړی ده. فقه نه دملا نه داستاد په پچه ختلی. هر هغه چه اصول یی زده وی او دفقیه شرایط ولری هغه دسلفو او خلفو په نظر دنقد حق لری. که غلط وی نو ووایه او په ډاګه یی ووایه. که عمومیات وایی هغه ستاسو بدبینی ته اشاره کوی. تنها نبی اکرم معصوم نور هم دحق او هم دخطا امکان لری. ستاسو خبری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x