افغانستان

غور کې د ابتدائیه محکمې یو قاضي وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هېواد ستره محکمه وايي، د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ابتدائیه محکمې یو قاضي ترور شوی دی.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قاضي ګل احمد رضايي نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې ددې ولسوالۍ په «دهن تسرقي» سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې قاضي ګل احمد له خپل یو وراره سره یوځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

تراوسه ددې برید مسئولیت چا په غاړه اخیستی نه دی.

د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ یوه غرنۍ او لرې پرته ولسوالي ده، چې خلک یې د سړکونو د خرابوالي او نورو ستونزو له کبله له ډیرو آسانتیاوو څخه بې برخې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x