افغانستان

هراتي سوداګرو له اورګونیانو سره څلورپنځوس زره ډالره مرسته وکړه

نن ټکی آسیا(دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳ ): په هرات ولایت کې ځینو سوداګرو د پکتیکاولایت د اورګون ولسوالي له ویر ځپلوسره څلورپنځوس زره ډالره مرسته کړې ده.
د هرات ولایتي چارواکي وايي چې هراتي سوداګرو پخپل سر دغه پیسې راټولې کړې دي، او دولتي مسوولینو ته يې سپارلي دي، د هرات د والي سیدفضل الله په خبره دوی به یو د ګډ هئت په مرسته دغه پیسې د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالي کې ویرځپلو ته ورسوي.
په هرات کې د سوداګرۍ خونو مرستیال یونس قاضي زاده وايي چې په دې نږدې شپېتو زروډالرو کې پوره نیمايي د سوداګریزو خونو له لوري دي. د ده په خبره د دوی د چندې ټولولو کمپاین روان دي او هڅه کوي چې ځینې نو اړین توکي هم په چنده کې راټول کړي.
تر دې وړاندې هراتي سوداګرو د بدخشان له طبعي تاوانیانو سره تر درې سوه زره ډالره هم ډېره مرسته کړې وه.
دغه مرسته په پکتیکا کې له هغو ویرځپلو سره کېږي چې د چنګاښ په څلورویشتمه د یوې درنې چاودنې په وسیله د ویر په ټغر کېناستل.
که څه هم دولتي مسوولینو د دې چاودنې پړه د طالبان په غاړه ور واچوله؛ مګرد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه عام وژونکي پلاني چاودنه د بل چا کار وګاڼه او ويې ویل چې دوی به يې پوښتنه کوي او عاملین به يې پیدا کوي.
د دې چاودنې د ویر ځپلو د ډاډ لپاره ولسمشر حامد کرزي هم اورګون ته سفر درلود، چې ویل کېږي یواځې د ولسوال په خوښه ویرځپلي يې ورته راټول کړي و، په سیمه کې یو تن تاواني دوکاندار وویل چې په بازار کې عسکر ګرځېدل او د دوی په خوښه يې خلک ټولول چې د کرزي غونډې ته يې ورولي، د ده له قوله عسکرو هغه خلک نه وروستل چې سپین غږېدل او د دې چاودنې مسوولیت يې په دلایلو په یوچا وراچولی شوای.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو هم اورګون ته سفرونه وکړل او له ویرځپلو سره يې په ویر کې ځانو نه شریک وګڼل.
ویل کېږي چې دغه زوروره چاودنه چې نږدې سلو تنو عامو وګړو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته، یوه پلان شوې چاودنه وه.
یاده دې وي چې په اورګون کې دغه چاودنه وروسته له هغه کېږي چې تر چاودنې څو ورځې وړاندې د پکتیکا د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله په یوه سرتېري برید کې مرګونی ټپی شو چې د ناتاید شویو راپورونو له مخې له ټپی کېدو دوه ساعته وروسته ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x