افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي: که غني امریکا ته د پاکستان شکایت وکړي، هیڅ ګټه به ونه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، کابل حکومت دې پر پاکستان د تورونو لګولو لړۍ ودروي او د افغانستان د جګړې مسئولیت دې پر پاکستان نه اچوي.

قریشي نن په اسلام کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د کابل له لوري پر اسلام اباد د تورونو لګولو اندېښمن کړی او نور باید د  افغانستان د جګړې پړه پر پاکستان وانه چول شي.

نوموړي وړاندې واشنګټن ته د اشرف غني د احتمالي سفر په تړاو ویلي، چې که غني په دې سفر کې امریکا ته د پاکستان شکایت وکړي، بیا به هم هيڅ ګټه ونه لري.

دده په خبره «غني او ټيم ته یې ښه سفر غواړم، خو که د هغوی دا سفر  واشنګټن ته ددې لپاره وي چې د تورونو لګولو یوه نوې لوبه پيل کړي او د افغانستان د جګړې او د سولې پروسې د ځنډ او خنډ ټوله پړه په پاکستان واچوي، نو دا به له هغوی سره هیڅ مرسته ونکړي.»

د قریشي له قوله، هیواد يې د افغانستان په سولې پروسه کې صادقانه مرسته کړې او دا يې پریکړه کړې چې نور به ددې هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د قریشي پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې ګمان کېږي غني او ټیم به یې په نږدې راتلونکې کې امریکا ته په سفر ولاړ شي.

بل لور ته له تېرو څو اوونیو راپدېخوا د کابل او اسلام اباد تر منځ لفظي شخړو زور اخیستی او د کابل له لوري اشرف غني، امرالله صالح او حمدالله محب پر پاکستان توندې نیوکې کړې او یاد هیواد يې د افغانستان د جګړې د دوام لامل بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

قریشي صاحب، بجا فرمایا آپ نې. د ډاکټر نجیب سترګه خو دي د جنرال حمید ګل په لاس راوایستله. دا راته ووایه چي د اشرفغني د وژلو لپاره ته ورځې او که مو کوم بل چارواکی په نظر کي نیولی دی او که وا غني د نجیب په اندازه تاسو ځان ته نه یاست خښمولي. پروا نلري، دا ځل د ډاکټر نجیب مینه په امرالله صالح ماته کړه.څنګه؟

طوطی

مخکی له مخکی ورخطا دی. نن سبا ټول دنیا پاکستان د یوه تروریست حکومت په صفت پیژنی غنی ته هیڅ ضرورت نشته خپله ګواهی ورکوی د انګیز #. ##.

جبران خلیل

ټامیانو او فل برائټیانو نه وار خطا دې زان خه ورمعلوم دې اوس په دې چلونو کار نه کیګي د شلو کلو د غلامئ او بړواګیرئ حساب به ورکوئ که هغه اعصابی مریض اش# غنی دې که د سی ای اې نوکر ناصالح دې او که د واشنګټن چوکره محب دې پاکستان ای ایس ای او جنرالان به هم حساب ورکوي سنګه شل کاله په دې ظلم کښی د امریکا مل ول دا زل ځمري واک تیسي او د قاتلینو او غلامانو ورمیګونه به ماتوي ان شا ء الله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x