افغانستان

ناټو د کابل حکومت د عسکرو د روزلو لپاره په قطر کې د اډې جوړولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ناټو له افغانستان د باندې د کابل حکومت د عسکرو روزلو ته چمتووالی ښودلی؛ یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ناټو په قطر کې د یوې اډې د جوړېدو غوښتنه کړې تر څو د ځانګړو عسکرو د روزنې لپاره کار ترې واخیستل شي.

رویټرز خبري اژانس د یوه غربي چارواکي له قوله ویلي، چې له ناټو سازمان څخه غوښتنه شوې چې په قطرکې د افغان ځانګړو عسکرو د روزنې لپاره یوه اډه د ناټو سازمان په واک کې ورکړي.
یوه بل چارواکي هم یاده موضوع تائید کړې او زیاتوي چې اوس نو په قطر پورې اړه لري، چې د افغان عسکرو لپاره د روزنې لپاره د ځای ورکولو سره هوکړه کوي که نه.

یوه بل چارواکي بیا سرچینې ته ویلي، چې په قطر کې افغان ځانګړو ځواکونو ته له څلورو تر شپږ اوونیو پورې د زده کړو ورکولو طرحه تر کار لاندې ده.

له قطر څخه د ناټو پورتنۍ غوښتنه داسې مهال ده، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې ښايي بشپړه شي.

ناټو وايي، په افغانستان کې نظامي حضور پای ته رسوي خو د کابل حکومت له عسکرو سره مرستې روانې ساتي او له افغانستانه د باندې یې روزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

طالبان باید نشریه صادره کی هرافغان چه ترملک دباندی فوجی تربیه حاصله کی افغانی هویت ځنی اخستل کیږی هغوی مخبران اووطن فروشان تربیه کوی لکه غنی چه ځان اوحکومت یی دواشنګټن اونیویارک محافظه کاران دی لکه دپاکستان فوج چه دانګریزانودپاره کارکوی حکومت یی هیڅ اختیار نلری عوام یی درپدره دی څه مالیات چه حکومت ته ورکوی ټول لندن ته ځی ماپه لندن کی ۲ کاله تیرکړی دی هندستان،پاکستان،نیفال،بنګلد یش اوسریلنکاترآوسه دانګریزانومستعمری دی چه هله اوسیږی دونه ملاماتونکی ټکسونه ورکوی چه هیڅ څه نه ځنی بچتیږی دنوازشریف اونوروحکومتی سرمایی هلته دهغه ځای کارخانی په جوړیږی اودهغوځوانان کارکی کوی فقط سرمایی یی… نور لوستل »

طوطی

اڅکزی ته: دا طالبان چی په کویټی او د پاکستان په نورو ښارونو کی ترننګ سنټرونه لری دا څنګه؟ د هغوی مریضان هلته تداوی کیږی، کورنه یی هلته دی له هغوی ولی هویت نه اخیستل کیږی؟ آیا هغوی مخبران او جاسوسان ندی؟ له خپله ګیډې لګیا یی خبری کوې لندن کی دی دوه کاله تیر کړی دومره # بیسواده یی چی په ولاکه دی لندن دوه کاله څه چه تر اوسه په طیاری کی سپور شوی نه یی. ۳ کاله دی په امریکی کی تیر کړی په ولاکه دی درې ورځی هم تیری کړی وی بیا د نیویارک ښار ته… نور لوستل »

عبدالرقیب

دا ډیر پر ځای تصمیم دی. په قطر کي میشت د طالبانو چارواکي به هم د دوش لپاره ماځیګر و سهار ورځي او په ضمن کي به د صلحي خبري هم د دې نوو روزلکیدونکو صاحبمنصبانو سره کوي. د کابل حکومت مشران هغسي هم صلحه نه غواړي، دا ځل به د کابل د ادارې په نیابت په افغان صلحه کي زیات نقش د دوئ د امنیتي ځواکونو وي (چي پرته د جنګه پوستې او وسله طالبانو ته تسلیم کړي).

طوطی

ښه خبره ده. طلبانو فکر کاوو چی ټول په تیښتو دی نور هر څه چی کوو، کوو به یی. خو د غوایی له ښکر سره کونه جنګول کومه ساده خبره نده بیا########.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x