شعـــــرونه

ریباره ستمګره/ حيدري

محمد اغا حيدري

نارې مې درته وکړلې اغیاره ستمګره
بې وخته په ما راغللې سرشاره ستمګره

قدرت لرې هرڅه چې ته کوې همدا دې وخت دی
حساب درسره کړمه په کراره ستمګره

ما مه وژنه ماشوم یمه د ژوند هیله لرمه
نور مه شینده بارود ګرد او غباره ستمګره

کرار کرار د زړه په وینو بیا درته پټۍ ږدم
ته ولې نه جوړیږې زما پرهاره ستمګره؟

د ظلم تیارې ختمې نور دې وخت را رسېدلی
حتما به ته رسیږي بس تر داره ستمګره

اخر خو به د پاڼ او پړانګ ترمنځه راته ګیر شې
نور سم شه مستقیم ځه پدې لاره ستمګره

ما سر درنه قربان کړلو د زړه وینې مې درکړې
ته ولې بې وفا شوې زما یاره ستمګره؟

نن ولې حیدري! دې په بهار کې خزان کړمه؟
ژوندون دې رانه واخیسته ریباره ستمګره
ـــــــــــــــــــــــــــ
محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x