افغانستان

مېدان ورګ: د دايميرداد ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د ميدان ورګو ولايت دايميرداد ولسوالۍ ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلی دی.

د ميدان ورګو ولايت رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دايميرداد ولسوالۍ ولسوال دين محمد حقبين له خپل موټره د کوځيدو په حال کې و، چې موټر کې يې ځای پر ځای شوی بم چاودنه وکړه.

چاودنه کې ولسوال ته زيان نه دی اوښتی، مګر يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

ويل کيږي، چې دين محمد حقبين د پغمان ولسوالۍ حيدر خان کلا کې له موټره کښته شو او خپل کور ته د تلو په حال کې و، چې چاودنه وشوه.
د پېښې مسؤوليت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې نوموړې سيمه کې طالبانو د ناټو اکمالاتي ټانکرو يو تم ځای کې شاوخوا شپږ سوه ټانکرو ته اور اچولی و، چې ټول ټانکر پکې سوي و او امریکا ته پکې ملیونونو ډالره زيان اوښتی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x