افغانستان

محقق: د دولت عالي شورا د جوړښت په اړه لا هم اختلافات موجود دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): په سیاسي او امنیتي چارو کې د اشرف غني سلاکار «محمد محقق» وایي، د دولت عالي شورا د جوړښت په اړه د حکومت او سیاسیونو تر منځ اختلافات لا هم نه دي حل شوي.

نوموړي ویلي، چې د دولت عالي شورا د جوړښت په اړه اختلافونه لا هم نه دي حل شوي او د سیاسیونو او حکومت تر منځ په دریو نقاطو کې اختلاف موجود دی «لومړی د شورا د غړو د شمېر په اړه، دوهم ددې شورا د اجرائیوي صلاحیت په اړه دی او دریم دې شورا ته د واک ورکولو د منبع په تړاو دی، چې ځیني ددې واکونو د ورکولو لپاره د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي.»

د دولت عالي شورا چې د جوړښت په اړه یې له اوږدې مودې را پدېخوا سلا مشورې روانې دي، د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي»، د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» او د جمعیت ګوند مشر «صلاح الدین رباني» وار له مخې پکې ګډون رد کړی.

بل لور ته یو شمېر سیاسیون وایي، که حکومت د دولت عالي شورا په جوړولو کې پاتې راشي، او حکومت سیاسیون تر څنګ ونه دروي، نو وضعیت به په بې ساري ډول خراب شي.

د کابل د مذاکراتي ټیم غړی «عبدالحفیظ منصور» وایي «همدا اوس له مرکز څخه د تېښتې لړۍ په چټکۍ روانه ده. له ټولو مؤثرو شخصیتونو سره اشرف غني غیر مناسبت چلند کړی، نو هغوی هم مرکز ته شا کوي او په ولایتونو کې خپل وسله وال ویني، که ددې کار مخه ونه نیول شي، موږ به د قدرت د جزیرو شاهدان یو.»

د دولت عالي شوار د جوړښت په اړه اختلافونه داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او حکومت په یوه خراب امنیتي وضعیت کې واقع دی.

ورته مهال دوحه کې د افغان سولې خبرې هم په ډېر ورو ډول مخته ځي، او تر ډېره د پرمختګ تمه نه ترې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دا ایرانۍ د وژلو محقق د افغان ملت دوښمن دی او معاملګر او دروغګوی د لیونی په شان چیغی وهوونکۍ اشرف غنی دا قاتل خپل سلاکار په حیث مقرر کړۍ دی لکه چی وائي شغل د لیوه ورور دی ، یو د خاد قاتل کمونیست ئی د انګلیس په امر وزیر خارجه ټاکلۍ دی خلاصه دده ټوله کابینه او سلا کاران د قاتلانو او چورکوونکیو څخه تشکیل دی او نوموړۍ د ملت په چور کښی مستقیمآ ورسره شامل دی ، دوی داسی بی رحمه وحشیان دی چی د کورونا کمه اندازه کومکی دوزی ئي له افغانستان څخه خرڅون لپاره ایستلی… نور لوستل »

عبدالرقیب

بېغمه اوسه محقق صاحب، چي هر وخت طالبانو په هوتخیلو او کمپنۍ کي سپین بیرغونه درته پورته کړل. دا پاته اختلافات به مو خپله ورک سي. تر هغو چي دا اختلافات موجود وي ښه دی

دوکتور غروال

دا قاتل خړوس د ایران بیرق سره د کابل ارګ سلاکار په حیث ځان څرګندوی صبا به دا نوره تنظیمونه ، طالبان ، کمونیستان او دیموکراتان د پنجابی پاکستان ، روسیی او امریکا انګلیس بیرغونو سره ځانونه ښکاره کړی ډیر ژر به دا سپین سترګی غلامان خپل اتحاد د اخوندی ایران شعیتوب، د امریکا دیموکراسی ، دپنجابی پاکستان قیدانی اسلامیت او د روسیی عصری کمونیزم د خپلو بیرغونو په وسیله جهان ته په افتخار سره د همه شمول حکومت په څیر په ویاړنی سره معرفی کړی !!!! لعنت دی وی په داسی بی ایمانه او ذلیلو غلامانو !!!!!

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x