نظــر

افغانان او د یؤ متمدن فهم کمبود!

استاد محمد زمان مزمل

1989 م کال هغه مهال چې د شوروي لښکرې د افغانستان نه وتلې زه په فرانسه کې د پاریس د ستالینګیرات په سیمه کې د مسلمانو محصلینو په کلنۍ غونډه کې د شرکت لپاره دعوت شوی وم ژمی وه  د اروپا شپې پکې ډېرې اوږدې وې د شپو د لنډولو په خاطر مې د جواهر لعل نهرو نګاه به تاریخ جهان کتاب ډېری برخې ولوستلې.

په یؤه برخه کې نهرو لیکلي وه:
د بده مرغه زموږ هېواد هندوستان ته اسلام زموږ د وحشي ګاونډیانو په ذریعه په یؤه خشنه بڼه راغی او د هندوستان هوښیار خلک یې ددغې دین په منلو کې متردد کړل که اسلام په یؤه ښه طریقه هند ته راغلی وائ کېدای شوای هندوستان یؤ بل هندوستان وای.

هغه مهال زه ددغه هندو مشر لیکنې وپارولم او له ځان سره مې سوچ وکړ چې نهرو غواړي عربان او افغانان پرتله کړي او د نفتو په خاطر په خپل کتاب کې دا ذهن ورکړي چې عربان په دعوت کې د افغانانو په نسبت معقول او معتدل وه.

دوه کاله بعد چې زه د شینواري مشر ګلابو حاجي په حجره کې ناست هغه ته یې دویم زوی په یؤه غمجنه لهجه وویل:
حاجي صاحب خبر شوې مجاهدینو خو په ننګرهار کې د مالټې باغونه ټول له ریشو سره وایستل.
خدای شته په دغه ورځ د غم سهار یې کړې نه دا چې ګلابو حاجي ته خجالت شوم بلکې د هغه هندو مشر لعل نهرو کتاب او لیکنه مې سترګو ته ودرېدله او له زړه قانع شوم چې زموږ معاصر خلک په تېره سیاستوال له اسلام نه یؤ متمدن فهم یا نلري او یا ډېر په کمه کچه ده.
وروسته چې مجاهدین کابل ته ننوتل او په هماغه اوله ورځ کورنۍ جنګ پیل شو په چاراسیا او سروبي کې حتی ارتزاقي مواد په کابل ودرېدل په ارګ کې ننوتو مجاهدینو خیرخانه او لیسې مریم  خپل پایتخت جوړ کړ د کابل جنوب یې بې رحمه بمبار کړ،  په کندهار کې هومره وحشت وشو که مرحوم ملامحمد عمر مجاهد پکې نه وای راپورته شوی د ابدالي کندهار ته به یې د سپیتانو څه لوی سجل جوړ کړی وو.

همداسې هغه جنوب چې د جهاد په لس کلن پړاو کې هغه تر ټولو خوندي او ډاډمن مسیر یې مجاهدینو ته جوړ کړی وه هغه پکې د پلېچرخي او ورکشاف د پاټک د کباړ وسائل وه هغه بدرنګ مسیر شو چې د طیارو وزرونه هم پکې پاکستان ته واړول شول.

هغه پروان چې په لغمانیو او صوفیانو کې د سرک په څو مترۍ کې د دولت د ملیشو اجاره شوی تجاوز په هر متر کې د یؤه ملیشه په قربانیو په شا وتمبوه د هغوی فاتحینو پکې په پروان مینه کې د هغوو مظلومو هندوانو کورونه غصب کړل چې هغوی د شوروي د لښکرو په اشغال کې د همدغو مجاهدینو سره همکارۍ کړې وې.

همداسې طالب مشرانو په ځای ددې چې د خپل مات مسلمان حریف سره مذاکراتو ته ولاړ شي په یؤ مغرور سوچ کې کابل د فتحې وروسته په نږدې شمالي کې د عفوې او ترحم په ځای په ناببره تعامل کې د خلکو کورونه وسیځل.
دا ټول د جهاد او طالب مشرانو ته په ډېر احترام هغه بېلګې دي چې د اسلام نه د یؤ سطحي کلیوال فهم په حساب موږ اسلام ته د نیکنامۍ په ځای یؤه بدنامي پرېښوده.

زه دغو ټولو عزیزانو ته دا په دې خاطر وایم چې زموږ پیغمبر دغسې حرکات آن د هغه خپلو عزیزو صحابوو نه نه دي زغملي.

د جنګ په میدان کې یؤه مات حریف قریشي کلیمه وویلې او اسامه رضي الله عنه د یؤ ملګري په شمول هغه وواژه کله چې پیغمبر ﷺ خبر شو نو د جنګ په میدان کې د یؤې کلیمې په مسلمان هومره وپارېد چې خپل ګران ملګري اسامه ته یې وویل:
ته به په اخرت کې ددغه قریشي د کلیمې ځواب څه وایې؟ او هومره یې ورته تګرار کړه چې اسامه رضي الله عنه یې تأثر کې وایې کاشکې له دغې ورځې وروسته مسلمان شوی وای.

همداسې قرانکریم د بدر د ایمان ازمونکي جنګ په اړه وایې:
لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْ بَيِّنَةٍ وَ يَحْيى مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَةٍ

معنا دا چې موږ د بدر جنګ او ماحول په دې خاطر جوړ کړ د چا چې پیغام ژوندی ده هغه پکې ژوندی پاتې شي او د چا  پیغام چې مړینه او هلاکت دی هغه هلاک شي.

دا په دې معنا چې اسلام د پیغام او فرهنګ دین ده د متمدن سوچ او متمدن فهم دین دی.
افغانان ددې پنځوس کلن جنګ وروسته چې نږدې ده موږ خپل افغاني سېکولر حریفانو ته او اروپایې سېکولرانو ته خجالت کړي افغانان باید دغه تنګې او چانس ضایع کوونکې ډلې له سره جوړې کړي او د خپل دین په رابطه او ددین د سیاست په اړه له سره سوچ وکړي.
په دې هیله چې په دې ګذارش او قضاوت کې له ما څوک خفه نشي.

یؤه مختصره غلط فهمي!
د حاجي ګلابو د کور تآثر په دې معنا نه ده چې د افغانو مسلمانو تاریخ همدغسې ددغو څلورو ګډوډیو په شان یؤ د ټیټ فرهنګ تاریخ وه بلکې د نهرو فهم هم د هاغو جاګیردارو افغانانو وحشي تعامل وه چې په هندوستان کې یې عمر د خپلو مخالفو هندوانو په استثمار کې په یؤ ننګین جاګیر کې خوندي کړی وو.
هغه چې په تدریج په درې پېړیو کې اول هندوستان یې د مغولي تجاوز بستر کړ او بیا یې د پرنګي تجاوز بستر کړ.
په دې تآثر کې د محمود غزنوي او د احمدشاه ابدالي د فتحو تاریخ او بیا په هندوستان کې د افغاني لویو دعوتګرانو خواخوږی دعوت او تبلیغ لکه د هجویري، شاولي الله، څمکنو میاصاحب او نورو ډېرو دا هر څه مستثنا دي.
د هند په فاتحنیو کې احمدشاه ابدالي د هغه د مخالفینو په شهادت هغه خواخوږی فاتح وه چې د مظلومو مسلمانانو نه د دفاع په خاطر یې د یؤ یدلون په هڅه پر هند مارش وکړ دا ټول ددې تآثر نه مستثنیٰ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

جناب محترم استاد محمد مزمل! الله دې په دې لیکنه کامل او بشپړ اجر درکړي څومره لوی حقیقت ته مو اشاره کړې ګویاکې تاسو د سیدجمال الدین افغانی هغه وینا تشریح کړې چې ویلې یې وو اسلام چې څومره زیان د مسلمانانو له لوري لیدلی د غیر مسلمو له لوري یې نه دی لیدلی پتمن استاد په پوهه او عمر کې دې الله برکت واچوه ستاسو دغه لیکنې به هرومرو رنګ راوړي ستاسو ټولې لیکنې زه تعقیبوم او لولم یې زمونږ د ملت ویاړ یی د لیکنو په دغه جهادي ډګر کې استواره پرمخ ولاړ شی انشاء الله چې ډېر… نور لوستل »

جمیل

هندوستان ته داسلام تګ ، په افغانستان کی تیر مجاهدین او اوسنی مجاهدین(طالبان) مزمل ته ښه نه ایسی
په هره لیکنه کی تعرض باندی کوی
خو د مشرک نهرو اسلام ضد لیکنی ښه پر لګیږی
په سپینه ږیره ارتداد او د خپل؟ دین ځخه بیزاری
افسوس پر هغو راځی چی داسی لیکنی خپروی

عبدالرقیب

دا لیکوال غواړي چي د کابل د حضراتو او پیرانو د مریدانو او ظاهرشاهي اشرافو د اولادونو د سازمانونو مرداري پر افغان ولس ورتاوان کړي او د خپل اثبات لپاره یې د یوه منافق هندو شاهدي اساس ګرزولې ده. په عکس کي یې میک داسي نیولی دی لکه ماشوم چي آیسکریم په لاس کي نیولی وي او د بل ماشوم لخوا د حملې ویره ورسره وي. دی د هغه زمانې سړی دی چي په شپږو شپږو میاشتو کي به یوه مجله چاپیدل اوپه هغه کي به د دده او ده ته ورته چاپلوسانو مقالې نشریدلې. نو د دوئ درواغ او… نور لوستل »

طاهر ثابت

لطفا دنهرو تاریخ وویاست. هغوی همدا ټول غله او لوټماران بولی. داوسنی هند څخه خبر سی هغوی دولس سوه کاله دلوټماری دوره بولی.
دهندوانو صفت مه کوی.

دکتور مجاهد

مزمل صاحب ، د حزب اسلامی د ارکانو له ډلی وو، ښه جهادی شخصیت او د ګلبدین حکمتیار د دیکتاتورانه اوامرو مقابل کی تسلیم نه شو له حزبه وویستل شو یا خپله ووت زه یی عینی شاهد یم تر هغی چه ګلبدین په ژبه د اشغاال ضد شعارونه زمزمه او عمل کی د طالب مجاهدینو د ماتولو په هڅو کی وو مزمل صاحب یی مخالف وو، کله چه حکمتیار له باګرامه د دارلامان بنګلی ته نقل مکان شو، د اوریدو له مخی ۳۰ میلونه خو یی تنها د محافظینو معاشونه دی دا چه هغه ته خپله به څومره ورکول کیږی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x