نړۍ

چاودني پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۰۱) منشیرا: دخیبرپښتونخوا ایالت تورغرولسوالي کي دپولیسو دموټرو یوه قطارباندي دبم دچاودني له امله ۴ پولیس وژل شوی او ۱۵ نورژوبل شوی دی.

دتورغردپولیسو یوه قومندان فرید خان له رسنیو سره دخبروپرمهال وویل بم دتورغرولسوالي او تاکوت ترمنځ غزیدلي سړک باندي ځاي پرځاي شوی وو، چي دپولیسو دموټرو دتیریدو پروخت دریموټ کنټرول په واسطه ورته چاودنه ورکړل شویده.

نوموړی زیاته کړه دهغوپولیسو کاروان چي ددرو کلنو لپاره په قرادادي ډول په سیمه کي ځاي پرځای شوی وو وایبټ اباد ته دتمریناتو لپاره روان وو چي دپیښي ښکارشوو، نوموړي وویل له هغه څخه وروسته چی څه موده مخکی دپاکستان صدر اصف علي زرداري ددغي سیمي پخواني قبایلي حیثیت ختم کړ اوپه یوه ولسوالي یی بدله کړه دا اوله پیښه ده چي پولیس ورسره مخ کیږي.

سرچیني وایی له چاودني څخه سمدستی وروسته دپیښي ځای ته بیړني مرستي کونکي ډلي رسیدلي دي، ژوبل کسان یی په ایبټ اباد کي دبټګرام روغتون ته رسولی دي اوسیمه یی کلابنده کړي ده، وژل شویو پولیسو د نقیب الله، محمدندیم، رفیع الله اوفضل الرحمن په نومونوسره شناخت شوی دی.

یوه ژوبل شوی پولیسو روغتیاپالانوته ویلي زمونږ دکاروان دوه موټره زمونږڅخه مخي تیرشو اوزمونږموټرباندي چاودنه وشوه،مایولوي زغ واوریدي اونورپه ځان نه یم پوه شوي چي څه پیښه شوه.

دبم خنثي کونکي ډلي چي له چاودني څخه څلورساعته وروسته دپیښي ځای ته رسیدلي وایی بم کی له ۱۰ څخه تر ۱۲ کیلو پوری چاودی دونکي مواد ځاي پرځای شوی وو، اودا یو لاسي جوړشوی بم وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x