ادبي لیکني

د لنډې کیسې کرکټرـ شپږمه برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک

د کرکټر ژبه
يووخت مې له يوه استاده پوښتنه وکړه ،ماويل چې که دچاپه کيسه کې يوکرکټر ډېربداخلاقه وي اوهغه ته يوه لهجه ورکړي ،دهماغې لهجې خلک خوبه څه نه وايې؟
هغه راته  ويل چې لومړى خودابايد ټول پرځان ومنوچې په هره ټولنه کې ښه اوبدخلک دواړه شته ،نو ولې څوک پرې غوسه شي ،.خوکه يې بياهم امکان وي.نو ليکوال دې هڅه وکړي چې همداکرکټر په خپله لهجه وغږوي.ځکه هرچاته به ځواب لري.چې زه هم دهمدې ټولنې يم اوزموږپه ټولنه کې دغسې (لکه کرکټر)خلک شته.
کېداى شي څوک ووايې چې نوکرکټر ته خاصه لهجه ورکول څه ضرورت لري؟ لکه په ځينوکيسوکې چې کرکټرونه ډېرمعياري غږېدلي.هرليکوال دې خپل هرکرکټر په معياري ژبه وغږوي.
کرکټر ته دلهجې دورکولو يولويه ګټه داده چې کيسه واقعيت ته نږدې کوي. بل موږدکرکټر په انځورونه وغږېدو،بياهم ليکم چې دکرکټر ظاهري انځورونې ته بايد ډېرپام وشي.نوکه زموږدکيسې کرکټر په کلي کې يوشپون وي.دهغه ظاهرې څېره مو هم انځورکړې وي.اولوستونکي پوره راسره منلې هم وي.،چې ريښتياهم ډېرى دکلي شپانه همداسې څېره ،جامې او…لري.دکيسې دواقعيت يوعنصر موپرې منلى هم دى چې که لوستونکي ته سل  سلنه واقعي نه ښکاره کېده.پنځوس سلنه خوبه يې راسره منلې وي. پردې وخت که موږدکرکټرترخولې داسې الفاظ راوباسوچې موږيې په کتابوکې لولو_يعنې معياري وي_دابه اصلا لوستونکي ته ټوکې ښکاره شي.
په همدې خاطر خوپه لنډه کيسه کې دکرکټر ټولنيزموقف،چاپيريال اودندې ته په کتوهماسې لهجه ،خبرې اوکه اړتياوي تکيه کلامونه ورکړو.لکه دنوکرله پاره ډېرې چاپلوسانه اصطلاح ګانې په دې ماناچې دکرکټرژبه بايد تردې اندازې روښانه وي چې لوستونکى دکرکټر له ژبې وپوهېږي،چې ښاري دى که کليوال،بې سواده دى که باسواده،نردى که ښځه ،ماشوم دى که ځوان.او….
زماپه يوه کيسه (دفاتحې اعلان) کې ديوه ماشوم چې پلاريې دده دپيداښت په کال امريکايانوشهيد کړى ،دى له وړکتوبه مستې خرڅوي.له دولتي چارواکويې بدراځي ،تل دهغوى پروژلوخوشالېږي.نوداکرکټرچې اوس دوولس کلن دى.حميدنومېږي.له کوره دمستوکټورا په اوږه کوي. په کورکې له ايکې يوې مورسره مخه ښه کوي.ورپسې  صحنه يې په دې ډول ده:
((دبازارپه هره کوڅه کې رينجرولاړه وه ،کونج پرکونج پوليس ګوته پرماشه وو،دحميدکټوه په هرکونج کې دتالاشۍ په پلمه څوګيلاسه تشه شوه.خوټنګه يې پرې وانه خېسته.په فضاکې به چورلکوپه وارلرې _لرې دورې راوخوړې.ځاى ته پر رسېدودعبدالله له زويه پرته نورڅوک نه وراغلي،هغه ترده يوڅوکاله مشروو،چې په مستوخرڅولوکې يې لوى سيال وو.حميدپه زړه کې خوشاله شوچې نن به نو زه او وحيد ښه سوداوکړوخوپه بازارکې دګڼې ګوڼې کمي دى حيران کړى و.پر ور رسېدويې له وحيده وپوښتل:
_بچو!داڅه کيسه ده ،هرچېرې دغه ارموني ولاړدي.
_بچکه!دامريکاکوم کافرراځي،اليکوپترنه ويني،څه وړيې ګرځوي؟
_آخ!دلته اوس سم بچى له واسکټ سره ورته راغلى واى…
_ګورې به يې ته وايې چې هغه به نوبېغمه ناست وي.خوبچو!ته لا ووړ يې پلارمې ويل په داسې موقعو پوليس هم چاودنې کوي چې بياڅوک پرې ونيسي اوله کافرانوپيسې پرې واخلي.ته ورته ګوره دلته څومره ډېرپوليس ګرځي لکه دمردارې کاغيان .خوته به…
دزورورچاودنې په دوړوکې دوحيدخبرې والوتلې ،شېبه وروسته دتلويزون پرپرده دوه پرمستوککړسرونه په جسدونوپسې لږنښتي وو،خوله  دې انځورسره په چاودنه کې دمړشوي خان الحاج ملک قيوم دجنازې دمراسيمواعلان خپرېده.))
په پورته څوپاراګرافوکې تاسې دماشومانوخبروتوځيرشئ.حميد-هماغه دکونډې زوى_خپل ملګرته په رسېدوبې له دې چې سلام ياستړې مه شې سره ورکړي.وار له واره خبرې په (بچو)پيلوي په داسې حال کې چې مقابل لورى يې ترده يوکال مشر هم دى .ورپسې دوحيدخبروته پام وکړئ ،هغه هم ترده کم نه دى اوهماغه رقم خبرې کوي.له دې مکالمې موږد دې  کرکټروپه اړه څونقطې اخيستى شو:
 ماشومان دي.څکه چې انګريزان،يهوديان،بهرنيان….نه استعمالوي.کافرورته وايې.
 بې سواده دي.ځکه چې له خبرويې له ورايه پوهېږو.
 هلکان دي ،ځکه چې يوبل ته دبچۍ کلمه نه بلکې بچواستعمالوي.
 له دولته اوبهرينانومروردي.ځکه خوپه دې موقع دواسکټ ارمان کوي.او پوليسوته دمردارې کاغيان وايې.
او….
کله چې مې داکيسه په جلال کوټ ادبي خوځښت کې کره کتنې ته وړاندې کړه يوچاوويل چې په کيسه کې ماشوم ته بايد دا ذهنيت نه واى ورکړل شوى چې داوسکټ ارمان يې کړى واى.بل وويل چې ځينې پوچ الفاظ لکه دمردرارې کاغيان .بايد نه واى استعمال شوي.
خوزماپه نظردکرکټر له شخصيت سره_چې ژبه يې دشخصيت ترجمانه ده_  بايد خيانت ونه کړو.په پورته کيسه کې دکرکټر خبرې بايد دليکوال نظرونه ګڼل شي.او داچې ولې کرکټرونه داسې غږېدلي؟ له هغوى ،دهغوله رواني حيثيته،دهغوى له ورځني  ژونده اوتعليمي سويې دې ګيله وشي.چې داپړه بېرته پردولت ده.ليکوال يواځې ديوه کېمره مين غوندې دوى ته کېمره نېولې اوبس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلام أو احترام ناوك صيب ستاسو استدلال سم ده خو بام مو وي جي هدف درنه خطا نشي كه هدف د لوستونكي عاطفه جذبول يي نو به داسي لهجو نبايد لوستونكي خدانخواسته د عاطفي احساس بر زاي د هغه ماشوم لهجه د وربيش سرنوشت لايق وبولي به بورته مثال كي بجو اصطلاح سبكه ده او هغه ماشومان يي كاروي جي له هغوي سخه د كافر او مسلمان مجاهد او اربكي تر منز د تفكيك تمه نشي كيداي ماشوم جي به دومره عالي تفكيك بوهه ولري نو بيا ورته لهجه يي د ماشوم شخصيت منافي ده بيا هم كه ستاسو استدلال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x