روغتیا

افغانستان کې د کرونا ناروغانو پرمخ روغتونونو خپلې دروازې تړلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): افغانستان له تېرو څو اونیو راهیسې د کرونا وبا له دریمې څپې تیریږي چې په ریکارډي توګه هره ورځ د مړینې او مثبتې قضیو ثبتېدل دوام لري.

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په دغه سخت پړاو کې د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي چارواکي او ځینو ډاکټرانو څرګنده کړې چې دوی د هېواد په لویو روغتونونو کې چې د کرونا ناروغانو درملنه په کې کیږي د بسترونو د نشتوالي له امله د نویو ناروغانو پرمخ خپلې دروازې تړلې دي.

د روغتیا وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، «د افغان جاپان او محمد علي جناح روغتونونو خپلې دروزاې د نویو ناروغانو پرمخ تړلې دي».

دوی وایي، موږ ته ویل شوي وو تر څو د یاد وضعیت په اړه خبره عامه نه کړو، په داسې حال کې چې دواړه روغتونونه په پلازمینه کابل کې د اکسیجن او نورو طبي توکو له دوامداره کمښت سره مخ وو.

د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي وویل، ځینې مهال روغتونونو د ناروغانو زیاتوالي له امله د نورو ناروغانو پرمخ خپلې دروازې تړلي، خو نوموړي دا خبره رد کړه چې ګواکې روغتونونه دې د اکمالاتو له جدي کموالي سره مخ وي، نوموړي زیاته کړه چې د اکسیجن ستونزه اوس حل شوې ده.

د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر «مسي نوري» رسنیو ته ویلي، د څو ورځو لپاره موږ د نویو ناروغانو پرمخ خپلې دروازې تړلې وې، ځکه چې موږ ددوی لپاره بسترونه نه درلودل.

دغه راز د نوي پرانیستل شوي محمد علي جناح روغتون یوه ډاکټر «عید ولي» وویل، موږ خامخا د نورو ناروغانو پرمخ خپلې دروازې تړلې وای، ځکه چې کافي بسترونه مو نه درلودل، خو که کوم بسترونه فارغېدل نوي ناروغانو ته مو ځای ورکاوه.

هغه رویټرز خبري اژانس ته زیاته کړه، «موږ یوازې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۵۰ بسترونه لرو چې دغه اصلي ستونزه ده».

د عامې روغتیا وزارت د وینا له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې (۱۸۰۴) نوې قضیې ثبت شوي او (۷۱) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۹۳ زره ۲۷۲ او د مړو شمېر ۳ زره ۶۸۲ ته رسېدلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان تېره اونۍ ویلي وو چې افغان حکومت سمدلاسه ډیر اکسیجن او واکسینو اخیستلو ته اړتیا لري. دغه پروسه کې د ازبکستان څخه ۱۰۰۰ بالونونه اکسیجن هېواد ته رالیږل شوی دی.

افغانستان چې شاوخوا ۳۶ ملیونه نفوس لري تر دې مهاله له یو ملیون څخه کمو کسانو ته د واکسینو لومړی دوز لګول شوی، چې تر ډيره یې خبریالان، امنیتي او روغتیایي کارکوونکي دي.

افغان حکومت دوه اونۍ وړاندې د واکسینو د کمښت له کبله په هېواد کې د واکسیناسیون بهیر درولی و، خو تېره اونۍ د چین له لوري د سینوفارم واکسینو ۷۰۰ زره دوزه مرسته وشوه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په ۱۳ روغتونونو کې د واکسیناسیون بهیر یو وار بیا پېل شوی او تر راتلونکو دوه ورځو به ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x